جرمني اوس کولای سي د روسيې د لاري افغانستان ته اکمالات وکړي
۱۳۸۷ آذر ۱, جمعهروسيې د لومړی وار دپاره د آلماني پوځ تجهیزاتو ته پخپله خاوره کي افغانستان ته د ورتيريدو اجازه ورکړې ده. د پنجشنبې په ورځ په مسکوکي د روسيې د بهرنيو چارو زارت اعلام وکۍ ،چي مقاماتو د نوامبر پر لسمه لا د ريل په واسطه د آلماني پوځ د وسلو، تجهیزاتو او مالونو د تيريدو اجازه ورکړې وه.
په برلين کي د جرمني خارجه وزارت هم دغه خبر تاييد کړی دی . د جرمني دخارجه وزارت يوه وياند وويل چي دغه اجازه به په اول سر کي ديوه کال دپاره وي.
آلماني پوځ تر اوسه پوري د روسيې د خاوري څخه يوازي د هوايي لاري د تګ راتګ اجازه درلوده، تر څو په افغانستان کي خپلو عسکرو ته تجهیزات ورسوي.
د روسيې دبهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل، چي دا اوله پلا ده ،چي روسيه يوه بل هيواد ته د ترانزيټ دغه ډول حق ورکوي. پدې ډول مسکو په خپل دغه تصميم سره د جرمني او روسيې تر منځ د ګډ کار هغه نيت ښکاره کۍ،چي غواړي په ګډه سره امنيتي مسايلو ته جواب ووايي. روسيه غواړي د ناټو سره د افغانستان په پوځي ماموريت کي خپله همکاري زياته کي.
روسيې جرمني ته د مځکي دلاري افغانستان ته د تجهیزاتو د ليږلو د اجازه نامې خبر د نوامبر پر12 ورکړی ؤ. خو دغه اجازه نامه د آيساف په چوکاټ کي يوازي جرمني ته ورکول سوې ده.
پر دغي اجازه نامې سربيره آلماني مقامات مجبوره دي،چي د هر پوځي قطار او د هغه د محتوياتو په باب روسيې ته خبر ورکي. حتی د اپريل په مياشت کي لا روسيې ځينو هيوادو لکه جرمني او فرانسې ته اجازه ورکړې وه، چي په افغانستان کي د ناټو دپاره د ريل پواسطه غير نظامي تجهیزات انتقالولای سي . خو نظامي تجهیزات يې بايد د هوايي لاري هغه هم د ازبکستان د ترميز د لاري انتقال کړي وای.
د روسيې د خارجه وزارت د معلوماتو پر اساس دغه موافقه په اکتوبر کي د روسيې دجمهوررييس میدویدیف او د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل تر منځ په سانک پيترسبورګ کي رامنځته سوې وه. په افغانستان کي اوس د ناټو مجموعاً53000 عسکر ځای پر ځای دي ، چي د جرمني دعسکرو تعداد پکښي 3300 تنو ته رسيږي،او ډيری يې د افغانستان په شمال کي ځای پر ځای دي.