1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني به د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ سي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۴, جمعه

په تيرو 8 کالوکي مختلفوتحقيقاتي انستيتوتونو دالمان داتحادي جمهوريت دراتلونکي اقتصادي ودي په هکله 16 سنجشونه او تخمينونه خپاره کړي دي . خو يوازي يو واري ددوی پيشګويي سمه وه ...

https://p.dw.com/p/Hdgm
داقتصادي بحران په نتيجه کي به ډير خلګ کارونه هم د لاس ورکي
داقتصادي بحران په نتيجه کي به ډير خلګ کارونه هم د لاس ورکيانځور: AP

دوی تل راتلونکې ښه او غوړيدلې ښودل، اودودي قوه يې له حده ډيره اټکل کوله . خو ددې ډار شته دی چي ددوی دغه اټکل داځلي سم وي . يعني دا چي دجرمني اقتصاد د ژور بحران سره مخامخ دی .

تر ټولو مهمه پوښتنه داده چي آيا دجرمني اقتصاد په داسي بحران اخته دی چي وده يې په ګړندي توب سره لږيږي، او يوله ټولو څخه ټيټ ځای ته رسيږي، او هلته تر لږ دمي څخه وروسته بيرته اقتصادي وده ښه کيږي ،او که داچي داسي حالت لري چي وده په سرعت سره کميږي، د ټولو څخه کښتي سطحي ته رسيږي او اوږده موده هماغلته درکودپه حالت کي پاته کيږي، لکه دجاپان اقتصاد چي دنوي يمو کلونو له بحران څخه وروسته څه ناڅه يوه لسيزه درکود په حالت کي ؤ.

که دڅيړونکو خبره رښتيا سي څه ناڅه يو مليون انسانان به خپل کارونه دلاسه ورکړي ،چي په نتيجه کي به خلک داستهلاک په برخه کي لاسنيولي شي،ځکه هغه څوک چي دخپل کار د له لاسه ورکولو بيره لري خپلي پيسې ساتي، نوکه تقاضا کمه سي نوپانګه اچونکي هم دپانګي داچولو لپاره کوم دليل نه ويني ،او يا خپل ګدامونه ډک کي .

همدغه ډول دتقاضا دبيرته ډيرولو لپاره کيدای سي دوی نه يوازي خپل لګښتونه راکم، بلکه بيي هم ښکته راولي .دلته نو بيا هغه حالت منځته راځي چي يو اقتصادپوه ډارترې لري . يعني دانتظارحالت به راسي، ځکه کله چي خلک پدې پوه شي چي بيي راټيټيږي نو داستهلاک په ډيرولو لاس نه پوري کوي،ډير شيان نه رانيسي، بلکه انتظارباسي چي بيي نوري هم راکښته شي .نووده نوره هم کميږي چي دپيسو انقباض اود پيسو کموالی منځته راځي .

تحقيقاتي انستيتوتونه هم داخطرويني ،نوځکه مشوره ورکوي چي دغه خرابي هماغه په ريښه کي له منځه يوړل شي، اوتر ټولو دمخه په بانکونوکښي اصلاحات راوستل سي .

Deutschland Wirtschaft WestLB Deutsche Bank Logo
انځور: DW Fotomontage

دوی وايي چه که دبانکونودبيلانسونوخطرونه اودهغو دخپلي پانګي ستونزي حل نسي نو بيا داعتباربحران منځته راځي . دڅيړنو دغه انستيتوتونه زياتوي چي دهغه نتيجه به بيا هم دفرمايشونو اودتوليداتو کميدل وي ، چي په هغه صورت کي بيا دنړيوال پولي انقباض منځته راتلل ناممکن نه بريښي . په دې حالت باندي دنه اخته کيدوپه خاطرددوی مشوره ساده او واضح ده . يعني داچه چي ددولت لخوا بانکونوته دپيسو ورکول ادامه پيدا کي . اودضرورت په صورت کي بايد بانکونه ددولت دمرستي اخيستوته مجبوره سي . اوداروپا مرکزي بانک هم بايده دي پدې برخه کي مرسته وکړي،يعني داچي ربحه نوره هم راټيټه کړي ،او که داکارکفايت ونکړي ،بايد په غير معمولي اقدامونو باندي لاس پوري کړي اودتصديو دسهم ، اوددولتي پورونو سندونه رانيسي .

داټولي مشورې يوازي دبحران په وخت کي سمي دي . د بلي خوا په هريوه بحران کي چانسونه هم نغښتی وي . او دا پلا بايد سياست مداران دپخوا په پرتله داقتصاد پوهانو خبري جدي ونيسي ،او يوازی د هغو څخه د راتلونکو مالياتو د وضع کيدو په خاطر کار وانه خلي .

وينکل/رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري