1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني به سباد ډيرو پيسو او عسکرو مشخصي وعدې ورکي

۱۳۸۸ بهمن ۷, چهارشنبه

په ناټو کې د امريکې استازي Ivo Daalder په هغه وينا کې چې څو ورځي دمخه يې د افغانستان په هکله په برلين کې کوله، خپل آلماني ملگري پر دې باندي متيقن کړل، چې يو سخت کال په مخکې لري

https://p.dw.com/p/Lhml
انځور: AP

له دې سره نوموړي د آلمان د حکومت په برخه کې سپين وويل: چې په افغانستان کې يې د بېرته رغوني کار په لويه پيمانه سره پيل کړی او په خپله بودجه کې يې زياتي پيسې ورته گوښي کړېدي . همدا ډول بايد په ډېر کوشش سره دا بېړۍ پر مخ بوتلل شي . البته د تگ لاره او خوا ورته امريکايان ټاکي:

ډالډر څرگندوي، (موږ بايد پاڅون وټکوو، افغان امنيتي ځواکونه وروزو او بيا نو مسئوليت خپله د افغانانو پر غاړه ورواچوو.)

د آلمان پوځ د ياغيانو سره جگړه امريکايي عسکرو ته ورپرېږدي، او بيا به لکه د کندز غوندي بمبارۍ نه کوي . دا يوه دفاعي دنده ده، کومه چې د آلمان حکومت په خپله بدله کړې ستراتيژۍ کې تعقيبوي . د آلمان د پوځ وزير کارل تيودور څو گوتنبرگ به افغانستان کې خپل جزوتامونه د همدې ستراتيژۍ مطابق تنظيموي . څو گوتنبرگ وايي:

(د مثال په ډول د تعرضي جنگي قطعاتو پر ځای زياتره دفاع او روزنه . په دې کې هم يو غټ ستراتيژيکي بدلون نغښتی دی .)

د دې کار د پاره څوگوتنبرگ 500 اضافي عسکرو او 350 تنو احتياطي سرتېرو ته اړه لري . يو شمېر چې په افغانستان کې د آلماني عسکرو د گمارني په برخه کې د رايگيرۍ په موقع د منل کېدلو وړ دی . يو داسي شمېر چې په واشنگټن کې د خندا وړ گرزي ،خو د آلمان حکومت ته بې توپيره ده . پر ځای د دې په وياړ سره اعلان کوي، چې په راتلونکې کې به 1400 آلماني عسکر د افغان پوځ په روزنه کې برخه اخلي، او همدا پرځای ستراتيژي ده. دواړه پوځونه غواړي چې په گډه سره په سيمه کې موجود وي او په دې ډول سره طالبان پر شا وتمبوي . افغان حکومت هيله لري، چې د راتلونکي کال تر پايه پورې به يې 172000 پوځيان او 134000څارندوی روزلي وي . دوی، د بهرنيو چارو د سرپرست وزير رنگين دادفر سپانتا له قوله، په نظر کې لري چې:

(که چېرته بين امللي ټولنه زموږ سره مرسته وکوي، نو په راتلونکو پنځو کالونو کې به د امنيتي چارو او وسله والو مبارزو بشپړ مسئوليت پرغاړه اخلو.)

د جرمني حکومت خپلې بدلي کړي ستراتيژۍ ته ډير لگښت هم مني : د بيارغوني د پاره خپله ونډه دوه چنده کوي، چې سره له دې به هم د آلمان له پوځي لگښت څخه کمه وي . همدا شان50 مليونه يورو يوه وجهي صندوق ته اچوي، کوم به چې د طالبانو پلويانو ته يوه لويه اميدواري برابروي . له دې سره ښايي ټول کلي د کارموندلو تر پروگرام لاندي د طالبانو له لاسه وايستل او د حکومت پر خوا راواړول شي . په دې وجهې صندوق کې به ټول 500 مليونه امريکايي ډالر اچول کيږي، د کوم پرېکړه به چې د لندن کانفرانس کوي . د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو وستر ويله، څوک چې د لندن په غونډه کې د آلمان استازيتوب کوي، پوره ډاډه نه دی او څرگندوي:

(موږ له يوې خوا غواړو مسئوليت خپله د افغانانو په لاس کې ورکړو. له بلي خوا دې ته تيار نه يو، 500 مليونه ډالر ورحواله کړو، پرته له دې چې وپوهېږو، څه به ترې جوړيږي .)

د دې وجهي صندوق په هکله چندان خوشبيني نسته - او دا پوښتنه کيږي، چې آيا بايد د آلمانيانو د ماليو له پيسوڅخه طالبان تقويه شي؟

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی آلمانۍ استازی ټام کونيگز وايي:

(په افغانستان کې په مشکل سره ويل کېدلی شي، چې څوک طالب دئ، څوک به طالب کيږي، څوک به نه کيږي او څوک نه وو.)

دا کار بايد د حامدکرزي تر مشرتابه لاندي افغان حکومت پرغاړه واخلي .

نينا ويرهويزر/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري