1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: تر۲۰۲۰م کاله پوري به د مهاجرو نيمايي کارونه ولري

۱۳۹۶ خرداد ۸, دوشنبه

په آلمان کې د کار بازار ته د مهاجرو ننوتل هم د حکومت او هم د مهاجرو له پاره مهمه خبره ده. د آلمان د کار اداره هيله څرګندوي چې تر۲۰۲۰م کاله پوري به د نويو مهاجرو نيمايي برخه د کار خاوندان وي.

https://p.dw.com/p/2djKF
Deutschland Berlin Ein-Euro Jobs für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

کله چې د آلمان د کار ادارې له مشر ديتيلف شيلي څخه په راتلونکې کې د مهاجرو د کار په اړه پوښتنه وشوه، هغه ووېل: «آلمان به تر۲۰۲۰ کاله د نويو راغليو مهاجرو نيمايي برخې ته د کار امکانات برابر کړي».

د آلمان د کار تحقيقاتي ادارې له خوا له خپرو شويو ارقامو څخه څرګنديږي چې په ۲۰۱۳م کال کې آلمان ته د راغليو مهاجرو ۳۳،۳ سلني ته يې تر۲۰۱۶م کاله پوري د کار شرایط برابر شوي دي. حال دا چې په ۲۰۱۵م کال کې دغه رقم يوازي۱۰سلنه وو.

بختور مهاجر

هغه مهاجر چې په آلمان کې کار پيدا کوي، تر نورو بختور ګڼل کيږي. له مصر څخه راغلی مهاجر صابر يحيي يو له هغو مهاجرو څخه دی چې په آلمان کې يې کار پيدا کړی دی. صابر په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغلی دی. هغه اوس په «برګش ګلاد باخ» ښار کې په يوه امريکايي ډوله رستورانټ کې کار کوي.

صابر په سر کې د کار او تجربې د ترلاسه کولو له پاره دغه هوټل ته راغلی وو، د هغه ښه استعداد د دې سبب شو چې د هوټل مالک جمال ورسره د دايمي کار قرارداد ته زړه ښه کړي.

که څه هم دغه مصري مهاجر له پخوا د کار او کسب تجربه نه لرله خو هغه په دې توانيدلی چې په لږ وخت کې هم آلماني ژبه زده کړي او هم د يو ښه کار څښتن شي.خو د آلمان د کار ادارې بيا هم صابر ته د پوره ورځې کارکولو منظوري نه ده ورکړي او هغه يوازي د نيمې ورځې کار کولو اجازه لري.

بد چانسه مهاجر

۵۳ کلنه منال چې په ۲۰۱۲م کال کې له مصر څخه آلمان ته راغلې. هغه په دې اوږده موده کې په دې نده بریالۍ شوې چې ځانته کار پیدا کړي. منال د آلمانۍ ژبې مختلف کورسونه هم لوستلي دي او له دې علاوه یې هغو کورسونو کې هم برخه اخیستې ده چې مهاجرو ته د کار بازار کې د کار موندنې په اړه مالومات ورکوي. خو د دغو ټولو هڅو سربيره منال نه ده توانيدلي چې کار ولري.

د رپوټونو له مخې په آلمان کې ځوان مهاجر تر زړو ژر آلمانۍ ژبه زده کوي او د کار په بازار کې هم تر زړو يې وړتيا اوچته وي.

د آلمان د کار ادارې له خوا ترسره شوې يوه سروې ښيي چې۴۰ سلنه مهاجرو ته کاري سهولتونه د هغوی د خپلوانو او ملګرو له خوا برابر کړل شوي دي. ۳۲ سلنه نورو ته د آلمان د کار ادارې له خوا او لس سلنه مهاجر بيا د انترنيتي اعلانونو له لاري کارونه ترلاسه کړي دي.

پاتې نور۱۷سلنه مهاجرو د کار موندلو له پاره له نورو مراجعو څخه ګټه اخيستې او يا يې په لټه کې شوي دي.

(dpa,Urd/KS)