1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته بيا په يوه ويډيويي فلم کي د ترورستي ګوزار ګواښ سوی دی

۱۳۸۷ دی ۲۹, یکشنبه

فرانس پريس آژانس دSITE Inteligence Group له قوله ليکي چي د القاعدې نړيوال اسلامي تروريستي سازمان آلمان ته لدې امله چي دغه هيواد خپل عسکر افغانستان ته استولي، ګواښ کړی دی چي له دغه هيواد څخه به غچ واخيستل سي

https://p.dw.com/p/GazI
د القاعدې شبکې يوه بله ويډيو
د القاعدې شبکې يوه بله ويډيوانځور: AP

په يو ويډيويي فلم کي چي ديوې امريکايي څېړونکي موسسې له خوا په انټر نيټ کي خپور سوی، په ويډيو کي يو تن چي خپل مخ يي پيچلی وايي چي دابه يوساده توب وي که چيري هغه هیواد چي افغانستان ته دعسکرو د ليږلو په کتار کي دريم هيواد بلل کيږي، داسي فکر وکړي چي له دې امله به دغه هيواد ته هيڅ نه پيښیږي .

دغه کس چي په آلماني ژبه خبري کوي افغانستان ته د جرمني عسکرو د لیږلو په اړوند وايي چي د 1993 ميلادي کال راهيسي «دا زما ارمان دی چي د الله په نامه ځان په هوا والوزوم .»

دی داهم وايي چي د روان مالي بحران له امله آلمان هم ښه تاواني سوی او دا چي دملياردو يورو په لږولو سره به جرمني له دغه مالي بحرانه څخه ځان خلاص کړای سي او که نه دا پخپله د آلمان په حکومت پوري اړه لري او که چيري آلمان له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، کيدای سي د جرمني دحکومت دغه هيله ترسره سي.

خو که چيري آلمان په افغانستان کي جګړي ته دوام ورکړي نو ددوي دغه موخه چي د روان مالي بحران او اقتصادي ستونزو څخه به خلاصيږي، ترسره نسي او آلمانا ن بايد پدې پوه سي چي نه يوازي افغانستان ته دعسکرو په لیږلو سره د انسانانو د ژوند سره لوبي کيږي ، بلکي د کار ځايونه به هم له خطره سره مخامخ وي.