1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : تير کال د مخدره موادو داستعمال له کبله نسبتاً لږ کسان مړه سوي دي

۱۳۸۹ فروردین ۶, جمعه

په لومړي او ظاهري نظر سره شمېرې خوشحالوونکی دي . له دوو کالونو زياتوالي وروسته اوس 1331 تنه په نشه توکو سره مړه شوي کسان، د 2008ميلادي کال په پرتله، په سلو کې د8 برخو کموالي په معنی دي

https://p.dw.com/p/MdEt
د پيچکارۍ د لاري د مخدره موادو اخيستل
د پيچکارۍ د لاري د مخدره موادو اخيستلانځور: Bilderbox

همدا شان د 18000 نوو اخته شوو کسانو شمېر په سلو کې د شپږو برخو کمښت ښکارندوی دی . د آلمان د جنايي څانگی مشر يورگ څيرکه څرگندوي، داد دې دليل نه شي کېدلی چې خطر دی له منځه تللی وي . د ده غم په افغانستان کې د کم شوي خو بيا هم په لوړه کچه د کوکنارو له کرنې سره دی . دکوکناور څخه هيروئين جوړيږي، کوم چې تر بل هر څه نه زياتره نشه يي کسان وژني . څيرکه څرگندوي:

(ربړه دا ده چې سړی په مشکل سره اصلي سازمانونو ته لار موندلی شي . کروندگر په خپل هېواد کې د جنايي جوړښتونو قربيان گرزېدلي . کله چېری ورڅخه د لاس اخيستو تکل وکوي، نو هم هغه دي، چې فشار ورباندې زياتيږي او بايد پر خپل ژوند وډار شي . البته چې د طالبانو مالي جنبه هم ورسره تړلې ده، کوم چې د نړيوالو ځواکونو پرضد جنگيږي . غټ مشکل دا دی، چې په هغه هېواد کې له جنايي ډلو سره بنسټيزه مبارزه نه شي کېدلی.)

د افغاني هيروئينو او نورو نشه يي توکو زياته برخه آلمان ته راځي . د دوی د راتگ غټه لار بيا هم، هم هغه د بالقان په نامه لار ده، چې له بلغاريې او ترکيې څخه هم تيريږي . له جنوبي او لاتينې امريکې څخه کوکائين بيا د سمندر له لاری اورپا ته راځي . دلته پلټونکي تل لويې ځېرمې مونده کوي . بيا هم څيرکه:

(مثلا په يوه کانټينر کې، چې له هاندوراس څخه بلجيم ته په کښتۍ کې راوړل شوی وو او له هغه ځای څخه آلمان ته په لارۍ موټر کې، ٢٠٠ کيلوگرامه کوکايين وموندل شول . موږ بريمرهافن کې له يوروگوای څخه يوه کانټينر کې 122 کيلوگرامه کوکايين مونده کړل او په هامبورگ کې له يوه اکوادوري کانټينر څخه 108 کيلوگرامه. په يوه هستوگن واگن کې، چې له پيرو څخه کښتۍ کې بار شوی او د هالنډ له لاری هامبورگ ته رسېدلی وو، 63 کيلوگرامه کوکايين وموندل شول .)

د نشه ای توکو د مارکيټ په جوړښت کې کوم اساسي بدلون نه دی راغلی، هغه د ځانگړو کسانو د پاره له وړو سوداگرو څخه شروع او په نړيواله سويه تر جنايي ډلو پورې رسيږي .

دلته څيرکه جوتوي، (موږ پوهيږو چې په دې صحنه کې واړه سوداگر هم شامل دي، کوم چې بيا له لويو سوداگرو سره اړيکې لري . د ځانگړو ډلو تر منځ بازارونه سره وېشل شويدي . سړی مثلا دسکوتيک غوندی يوې صحنې ته ورځي، چېرته چې زيات شراب هم غټ رول لوبوي، تر څو پر خلکو باندی نشه يي توکي وپلوري او يا نوي کسان پرې آخته کړي . طبعاً چې له نورو لارو هم کار اخلي، هغه چې ورته فرمايش ورکول کيږي، تر څو له نشه يي توکو څخه گټه اخيستنه رواج کړي .)

مارسل فورستناو/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري