1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني داوباماپه راتلو سره هم د افغانستان جنوب ته عسکر نه ليږي

۱۳۸۷ آبان ۲۰, دوشنبه

دالمان داتحادي جمهوريت حکومت دامريکالخوااحتمالأ ددې غوښتني دکيدو په وړاندي دځواب ويلوته تياري نيسي چي...

https://p.dw.com/p/Fqr6
د جرمني ددفاع پخوانی وزيراو اوس په پارلمان کي د سوسيال ديموکراټانو د ګوند مشر،پيتر شتروک
د جرمني ددفاع پخوانی وزيراو اوس په پارلمان کي د سوسيال ديموکراټانو د ګوند مشر،پيتر شتروکانځور: AP

په افغانستان کي خپل فعاليت ډيرکړي .لمړۍ وزيره ميرکل ددي انتظارلري چي،« دامريکا دمتحده ايالتونوله راتلونکي حکومت سره دنژديوالي اويو والي روحيي ته وده ورکړﺉ ».دي د«بيلد ام زونتاګ» اونييزي ته ويلي دي چی داقليم دبدلون، مالي بحران ، ترو ريزم اوپه افغانستان کي دثبات راوستلو په شان ننګوني يوازي دامريکا دمتحده ايالتونو له راتلونکي جمهور رييس بارک اوباما سره په ګډه حل کيدای سي .

خولکه څنګه چي دالمان حکومت او ايتلافي ګوندونو ويلي دي ،دوي به په افغانستان کي په خپله کړنلاره کي دامريکا دراتلونکي حکومت دممکنه تقاضاووپه صورت کي هم کوم بدلون رانولي .

دالمان حکومت غواړي چي داوباما څخه دملاتړ دښودلو لپاره د عراق سره خپلي اړيکي عادي کړي .په همدي خاطر به دالمان دبهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاين ماير په کارباندي داوباما له پيل کولو څخه سمدستي وروسته بغدادته سفر وکړي .دبهرنيو چارو وزارت په دي هکله د«شپيګل» دمجلي اود«هندلس بلت» دورځپاڼي خبرونه تاييد کړي دي .پدي ډول به دعراق پرسر دالمان اودامريکا دمتحده ايالتونو په منځ کي تر اختلاف وروسته،دلمړي ځل لپاره يو المانی لوړرتبه سياستوال عراق ته ولاړسي.دی کله چي په پخواني حکومت کي دلمړي وزارت اداري مشر ؤ، دعراق دجګړي په وړاندي يي سخت مقاومت وکړ .دبهرنيو چارو وزیر د«هامبرګر آبند بلت» د ورځپاڼي سره په خبروکي ويلي دي ،چي دی پرټولو اختلافونو سره سره چي موجود دي، داسي عقيده لري چي د امريکاسره به ښه ګډکار مينځته راوستلی شي .ځکه اوباما دنړيوال ګډکار په پلودی،اوغواړي چي لانجي يوازي نه ،بلکه دګډکارد لاري حل کړي .شتاين ماير ويلي دي چي دامريکا دمتحده ايالتونو نوی جمهور رييس ددي په پلوي هم دي چي، نه يوازي زيادتره عسکر افغانستان ته واستوي ،بلکه دهغه هيواد دبيا رغوني په لاره کي هم زيادتره کار وکړي .شتاين ماير ويلي دي چي پدي برخه کي زموږ دريز اوباماته ډير نژدي دي .

خوپه مرکزي پارلمان کي دسوسيال ديموکرات دګوند دډلي مشر پيتر شتروک پدي عقيده دي چي اوبامابه سره له هغه هم دشمالي اطلس له دفاعي تړون ناتو ،اود اروپايانوڅخه له تر اوسه څخه دزيادتره فعاليت غوښتنه وکړي . ددفاع دغه پخواني وزير د«بيلد امزونتاګ » جريدي ته څرګنده کړيده چي مګر دايو حد لري .موږ همدا اوس 1000 کسه نور عسکر افغا نستان ته استوو ، اوديته تيار يو چي آواکس ډوله اکتشافي الوتکي چي عمله يي المانۍ وي چمتوکړو، اودتيارسي په حال کي يي هلته راولو.پيترشتروک داچي دافغانستان جنوب ته هم داوباما په غوښتنه خپل پوځ واستوي ، رده کړيده،ده زياته کړيده چي زه به ددغه کارسره شديد مخالفت وکړم .دالمان دعدليي وزيره څپرويس هيله لري چي اوباماد حقوقي دولت اساسات په پام کي ونيسي او هغه بيرته جوړ کي ، او وايي زه هيله لرم چي هغه اقدامونه چي په نړيواله کچه دشکنجې معنی لري اوجمهوررييس بوش يي اجازه ورکړې وه، بيا له سره وارزول شي .دامريکا اودالمان ترمنځ داړيکو منتظم ، فوګت د اوباما څخه دچاپيريال دژغورني په ساحه کي دزيادتره پاملرني او اقداماتو هيله لري .