1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: دا د خبرو اترو مقدماتي شرط نه دی "طالبان دي د القاعدې سره اړيکي وشلوي"

۱۳۹۰ فروردین ۲۳, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان د پاره د جرمني ځانگړی استازی ميشايل شټاينر وايي چي د افغاني طالبانو دپاره يوازي دا شرط بس نه دی چي دوی دي د القاعدې څخه خپلي اړيکي وشلوي.

https://p.dw.com/p/RHBj
د افغانستان او پاکستان د پاره د جرمني ځانگړی استازی ميشايل شټاينر
د افغانستان او پاکستان د پاره د جرمني ځانگړی استازی ميشايل شټاينرانځور: AP

شټاينر د روسيې د (کوميرسانت) ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي: « سياسي پروسه بايد په هر قيمت پر ځای نه سي. بايد يوه سره کرښه وي، تر کومي چي بايد سړی تير نه سي.»

د شټاينر په خبره د ډيره وخته راهيسي داسي ويل کيږي چي طالبان دي سلاوي پر مځکه کښېږدي، د هيواد اساسي قانون دي و مني او د القاعدې شنکې سره دي اړيکي وشلوي.

« دا د خبرو اترو مقدماتي شرط نه دی، بلکي دا ددغه ډول خبرو اترو هغه شرط دی چي يوې پايلي ته سړی رسيږي.»

په افغانستان کښي د نړيوالو ځواکونو د موخو په اړه الماني ډيپلوماټ په لومړي سر کي په هغه هيواد کي د امنيت تأ مينولو او د بشر د بنسټيزو حقونو خوندي کولو ته اشاره وکړه.

د هغه په خبره« موږ د وروستي ټکي يعني د بشر د بنسټيزو حقونو د خوندي کولو په هکله وهم نه لرو. خو لږ تر لږه بايد د بشري حقونو سټندردونه تأمين وي.»

د افغانستان او پاکستان دپاره د المان هيواد خاص استازي ميشايل شټاينر ويلي چي په افغانستان کي نړيوال ځواکونه پلان لري چي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري د هغه هيواد د امنيت مسوولیت په خپله افغان ځواکونو ته وسپاري.

« دا معلومه خبره ده چي موږ به د ۲۰۱۴ کال وروسته هم تر ډيره وخته په افغانستان کي د بنسټيزه پروژو په پلي کولو او د هغه هيواد د اقتصادي ودي د پراختيا په برخه کښي مرستي وکړو.»

شټاينر د روسيې د کوميرسانت ورځپاڼي سره په مرکه کښي دغه راز د افغانستان په اړه د روسيې همکاري هم وستايله. په خاصه توگه د افغان هوايي ځواک د پياوړتیا د پاره د روسۍ څرخي الوتکو د وروکولو په برخه کي.

روسيې او ناټو د يوه کال راپدې خوا پر دې باندي بحثونه درلودل چي د افغان هوايي ځواک د تجهيزدپاره ۲۱ څرخي الوتکي خريداري کړي. ډير وخت پر دې باندی بحث روان و چي ناټو يې د رانيولو لگښت نه لري او روسيې ته يې ويل چي دغه الوتکي دي په وړيا توگه د افغان هوايي ځواک په اختيار کښي ورکړي. خو روسيې ددې څخه په جدي توگه ډه ډه کوله.

تيره اونۍ د افغانستان او پاکستان د پاره د المان ځانگړي استازي وويل چي اوس د امريکا متحده ايالاتو ددغو الوتکو د خريدارۍ لکښت په غاړه اخستی.

روسيه او ناټو اوس پردې باندي خبري کوي چي څنگه کولای سي ددغو الوتکو د اضافي پرزو، او پيلوټانو د روزلو لپاره لگښت برابر کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوگ راسموسن تيره ورځ په بروکسل کښي وويل چي د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا د پاره د الوتکو د خريدارۍ موضوع پای ته رسيدلې او ډير ژر به يې په ليږلو پيل وسي.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالوهاب وردک هم په يوه وروستۍ مرکه کښي ويلي ول چي ددې څرخي الوتکو د خريدارۍ موضوع وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او ډير ژر به ددو په اختيار کي ورکړل سي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم