1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د اسراييلو او فلسطين دپاره د دوو دولتو دحل ملاتړ کوي

۱۳۸۶ بهمن ۲۳, سه‌شنبه

د اسراييلو صدراعظم اهود اولمرت د ايران سره په اټومي شخړه کي د بين ا مللي ټولني څخه د ډيرو کوښښونو او هلو ځلو غوښتنه کړېده ...

https://p.dw.com/p/DKG5
انګيلا ميرکل او اهود اولمرت په برلين کښي
انګيلا ميرکل او اهود اولمرت په برلين کښيانځور: picture-alliance/ dpa

د ه په برلين کښي د جرمني د صدراعظمي انګيلا ميرکل سره د خبرو پر مهال وويل چي بايد د ټولو امکاناتو څخه کار واخيستل سي ، تر څو پرابلم حل سي . اولمرت په ډاډ سره وويل چه د ايران رهبري په پټه د اټومي وسلو پر جوړولو باندي کار کوي .

د اسراييلو صدراعظم همدارنګه وويل چه دده حکومت به د فلسطينيانو د بريدونو په مقابل کښي سخت عکس العملونه وښيي . ميرکل د منځني ختيځ د سولي په پروسه کي د مشکلي وضعي څخه خبري وکړې ، او اضافه يې کړه چه د معاملې او خبرو اترو وخت تيريږي . جرمني د اسراييلو او فلسطين دپاره د دوو دولتو دحل ملاتړ کوي .