1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د افغان پوليسو د شمېر د ډيريدو سره مخالفت لري

۱۳۸۸ فروردین ۳, دوشنبه

د جرمني د دفاع وزارت د امريکا هغه پلانونه تر پوښتني لاندي راوستي دي، چي غواړي په افغانستان کي د افغان داخلي امنيتي ځواکونو شمېر په لوړه کچه زيات کړي...

https://p.dw.com/p/HHhU
ويل کيږي چي امريکا غواړي چي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواکونو شمېر څلور لکو ته پورته کړي
ويل کيږي چي امريکا غواړي چي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواکونو شمېر څلور لکو ته پورته کړيانځور: AP

د دفاعي چارو له پاره د المان پارلماني معين کرسټيان شميډټ يوې المانۍ ورځپاڼي بيلډ ام زونټاګ ته ويلي دي چي غربي نړۍ بايد د چټکو او اوږدو ګامونو د اخيستلو څخه ډډه وکړي او د وخت سره د افغانستان پرېکړي و افغانانو ته پرېږدي. کرسټيان شميډټ چي د جرمني د مسيحي سوسيال ګوند سره تړاو لري دا څرګندوني په داسي حال کي کړی دي چي په افغانستان کي دشنبې او يکشنبې په ورځ په ترهګرو بريدونو کي يولس اولسي وګړي وژل سوي دي.

نوموړي زياته کړې چي غربي نړۍ د افغانستان سره د ترهګرۍ او تاو تريخوالي په له منځه وړلوکي کومک کوي، په هغه کار کي چي د غربي نړۍ خپل مقاصد هم سته. ده ويلي دي چي غربيان بايد د دې نظر څخه تيرسي چي په افغانستان کي به دملت جوړوني دنده په غاړه اخلي او يا داچي عيني دغربي نړۍ جوړښتونه په افغانستان کي هم منځ ته راوړي.

شميډټ ويلي، داچي امريکا په افغانستان کي د داخلي ځواکونو او پوليسو شمېر ډير لوړول غواړي، ښيي چي بعضي خلک لا په بشپړه توګه د پوځي تګلاري ترڅنګ د ملکي بيا رغوني په موضوع سم پوهيدلي نه دي.

ويل کيږي چي امريکا غواړي چي په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواکونو شمېر څلور لکو ته پورته کړي، چي د هغه سره د جرمني حکومت مخالفت لري. په داسي حال کي چي افغانستان يو مسکين هيواد دی، د دوغني پوليسو او عسکرو د ساتني توان به ونه لري. د امريکا ددغه نوو پلانونو په هکله د جمعې په شپه نيويارک ټايمز ورځپاڼي يو راپور خپور کړی و.

د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما څانګړی استازی ريچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما څانګړی استازی ريچارد هولبروکانځور: picture-alliance/ dpa

دسيمي له پاره د باراک اوباما ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک د يکشنبې په ورځ ويلي وه چي د افغانستان په هکله د اوباما تګلاره لا په بشپړه توګه نه ده جوړه سوې او لا کار پر روان دی. ده وويل چي د څلورو لکو افغان پوليسو او عسکرو خبره لا څرګنده نه ده. خو ده وويل چي د افغان پوليسو اوسنی شمېر چي اته اويا زره دی ډېر کم دی.

که له يوې خوا باراک اوباما و افغانستان ته د زياتو امريکايي عسکرو د لېږد هوډ کړی دی چي د ناټو د يوه جنرال په وينا جګړه به د يو څه وخت له پاره لا توده کړي، نو له بلي خوا باراک اوباما د لومړي ځل له پاره و يوه امريکايي تلويزون سي بي ايس ته دا ويلي دي چي امريکا بايد د افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو پلان هم جوړ کړي.

دوې اونۍ وروسته د ناټو سرمشريزه غونډه تر سره کيږي،چي ښايي په هغه کي به د افغانستان په هکله د امريکا د نوي ستراتيژۍ نور تفصيلات څرګند سي.