1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د ترهګرۍ څخه د ژغورني په منظور ددولتي ادارو حقونه پياوړي کړي

۱۳۸۸ مهر ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان جنايي پوليس اوس کولی شي، د بهرنيو ترهگرو ډلو غړي تقعيب کړي، پوليس او استخبارت د ترهگري د معلوماتي مرکز څخه معلومات ترلاسه کولی شي، همدا شان کولی شي د خلکو کورونه وڅاري او خبرې ترې واوري...

https://p.dw.com/p/K5DA
د جرمني جنايي پوليس اوس کولای سي انټرنيټپاڼي او ټليفونونه واوري.
د جرمني جنايي پوليس اوس کولای سي انټرنيټپاڼي او ټليفونونه واوري.انځور: picture-alliance / dpa

دانيل ششکويتڅ خپل مطلب د امريکې د يوه بنسټ اېښوونکي بنيامين فرانکلين په دې خبره سره پيل کوي چې: څوک چې خپله آزادي د امنيت په خاطر له لاسه ورکوي، په پای کې به له دې دواړو نه هيڅ کوم يو ونه لري - او وړتيا يې هم نه لري. يوه له عبرت څخه ډکه کلمه، چې په اصطلاح کې معکوسه معنی هم ورکوي. يعنی پرته له امنيت څخه آزادي هم نه شي راتلای. او پرته د خپلو وگړو له ساتنې نه يو هېواد خپل د اهميت وړ د موجوديت حق له لاسه ورکوي. له همدې مخې د آلمان په گډون يو زيات شمېر حکومتونو له ترهگرۍ څخه د ژغورنې په منظور، د دولتي ادارو حقونه پياوړي کړي، پرته له دې نه چې د خلکو حقونه په زياته پيمانه سره محدود کړي.

له هغه راهيسې په آلمان کې تذکرې په بيومتري عکسونو سره سمبال شوې. تندلارې مذهبي ټولنې منع کېدلی شي، د آلمان جنايي پوليس اوس کولی شي، د بهرنيو ترهگرو ډلو غړي تقعيب کړي، پوليس او استخبارت د ترهگري د معلوماتي مرکز څخه معلومات ترلاسه کولی شي، همدا شان کولی شي د خلکو کورونه وڅاري او خبرې ترې واوري، کوم څه چې د آلمان د اساسي قانون محکمې تر ډېرو سختو شرطونو لاندې اجازه ورکړې. له بله پلوه د ٨٩ پاراگراف د a د بند له مخې، د ترهگرانو تعليمي پروگرام کې برخه اخيستنه هم د جزا وړ ده، خو په دې احتياط سره چې د گذار اراده ترې ثابته شي.

د آلمان قانوني هېواد، د بوش تر ادارې لاندې امريکې برخلاف، هر څه ته ښه پاملرنه کړې او د دې تدبيرونو له پولو څخه يې تېری نه دئ کړی. دولتي امنيتي صلاحيتونه او د خلکو مدني حقونه په ښه انډول کې سره پاتې شويدي. هېڅوک نه ښايي په آلمان کې ځان تر تعقيب او څارنه لاندې احساس کړي، که چېرته د ده خپل چال چلند ورڅخه د خطر پېښېدلو شک راپورته نه کړي.

که څوک چا ته د بم جوړولو لارې چارې ښيې او يا پخپله دا ډول لارښوونې لاس ته وروړي، نو په هغه صورت کې د جزا وړ گرزي او دا کار ښه هم دئ. کوم هېواد چې د نيويارک، مادريد او لندن له گذارونو څخه عبرت نه اخلي، ځان کاواکه او د معاملې ناوړ ثابتوي. د ترهگري گواښونو په وخت کې بايد د وگړو د ژغورنې په منظور هېڅ سيمه بې څارنې پاتې نه شي. او که نه نو موږ ترهگران په اصطلاح پر خپل غولي روزو.

د سره پوځ په نامه د ترهگرې ډلې د موجوديت په وخت کې دا پوښتنه کېدله چې: د ياداشتونو له کتابچو او يا د کاغذونو له باطلدانۍ څخه څه معلومات په لاس راوړل کېدلی شي؟ په اوس وخت کې د هغه پرځای بايد چې د کمپېوټر ځېرمه او انټرنيټ پاڼې وکتل شي. طبعاً په هغه صورت کې چې لويه څارنوالي د دې کار اجازه ورکړي.

بيا هم دا تدبيرونه سل په سلو کې څوک له خطر څخه نه شي بچ کولی، نو د امنيت په خاطر ښايي چې زموږ په آزديو کې لږ څه محدوديت هم د منلو وړ وي.

Scheschkewitz/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل