1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د غزې په تراډه کي د اوربند له پاره يو مشخص پلان وړاندي کړی

۱۳۸۷ دی ۲۲, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير، شټاين ماير په قاهره کي د مصر له مشر د فلسطين د خپلواکمني ادارې له ریسس محمود عباس سره له ليدني کتني وروسته اعلا وکړ چي د آلمان حکومت چمتو دی د دغه پلان په عملي کولو کي مر سته وکړي.

https://p.dw.com/p/GW26
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د فلسطين د مشر محمود عباس سره د خبرو پرمهال
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د فلسطين د مشر محمود عباس سره د خبرو پرمهالانځور: AP

د اسراييلو او حماس تر منځ د زور زياتيو دوام په پام کي نيولو سره، شټاين ماير د مشخصو ګامونو د اخيستلو له پاره غوښتنه وکړه. هغه وویل، هدف بايد يو«کاري پلان » د يوه ټينګ اوربند له پاره وي. د ملګرو ملتو د امنيت شورا پدې لاره کي ښه زمينه برابروي.

شټاين ماير وويل، د يو نړيوال څاورنکي ماموريت له پاره هغه وخت فکر کيدای سي چي ټول اړخونه ور سره موافق وي او له زور زياتيو څخه لاس واخلي: او په يو داسي ماموريت کي بيا کيدای سي چي د آلمان حکومت د ونډي اخيستو پوښتنه مطرح سي.

«په غزه کي د زورزياتيو څخه کار اخيستل، زما ښاغلو!، هلته بشري وضعيت دا غوښتنه کوي چي موږ خپل کار ته په پوره قوت سره دوام ورکړو، هغه يوکار چي هلته د پايښت لرونکي اوربند له پاره لاره اواره کړي.»