1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د فلسطين د خپلواکۍ هيلي ټيټي کړي دي

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

د اسراييلو سره بيله خبرو او معاملې څخه د يوه فلسطيني مستقل دولت جوړول د جرمني او نورو اروپايي هيوادو د غوښتني سره سم ندی. ځکه نو د جرمني حکومت به په ملګرو ملتو کښي د داسي يو طرفه مستقل دولت د اعلانيدو څخه ملاتړ ونکړي.

https://p.dw.com/p/12aRq
ګيدو وېستر وېله
ګيدو وېستر وېلهانځور: picture-alliance/dpa

د جرمني هيواد د فلسطيني حاکميت او يوه مستقل دولت جوړيدل د فلسطينيانو حق بولي خو پدې ترځ کي د فلسطين لخوا د هر ډول يو طرفه اقدام څخه خبرداری هم ورکوي. پر دغه دريځ باندي چي تر ټولو دمخه اسراييلو ته په پاملرني او مراعت سره په نظر کښي نيول سوی دی، جرمني د پخوا څخه لا ولاړ دی.

د سږکال په اپريل کښي د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د اسراييلو د صدراعظم بنيامين نيتانياهو په موجوديت کښي ويلي ول:

« موږ د دوو دولتونو حل غواړو او د دغو دوو دولتو د حل پر موضوع باندي بايد کار وسي. موږ په دې عقيده نه يو چي يو طرفه ګام به په دغه لار کښي کومک وکولای سي.»

د جرمني خارجه وزير ګيدو ويستروېله هم د فلسطيني مستقل دولت د يو طرفه اعلانيدو څخه خبرداری ورکوي اووايي چي د خطره ډکي يوې سيمي لکه منځني ختيځ کښي د يوه فلسطيني مستقل دولت يو طرفه اعلانيدل ناسنجيده کار دی. ځکه نو ويستروېله کوښښ وکړی چي تر دې اخره پوري فلسطيني رهبري د دغه ډول يوه ګام د پورته کيدو څخه راوګرزوي.

« موږ بايد پام وکړو چي په منځني ختيځ کښي يو ډير خراب حالت ته ورنه نوزو. داسي يوه حالت او لاري ته چي دډيرو خطرو څخه ډکه ده. ځکه نو موږ کوښښ کوو چي زموږ د خارجي سياست د فعاليتو په چوکاټ کښي د کشمکشو د رامنځته کيدو مخنيوی وکړو.»

په ملګرو ملتونو کي د فلسطين خالي چوکۍ
په ملګرو ملتونو کي د فلسطين خالي چوکۍانځور: picture alliance/dpa

بيا د جرمني په پارلمان کښي د اپوزيسون لخوا د حکومت پر دغه دريځ باندي سخت انتقادونه موجود دي. په پارلمان کښي د سوسيال ډيموکراټانو د ګوند د خارجي سياسي چارو کارپوه رالف موڅنيش وايي:

« موږ د حکومت دغه مخکي له مخکي دريځ غلط بولو. ځکه چي د دغه دريځ پواسطه د اروپا د ګډ دريځ نيولو او هم د اسراييلو د حکومت د سوله ايزو پلانو او چانسو مخ نيول سوی دی . »

اروپا په دغه موضوع کښي سره تقسيم ده. تر دې آخره پوري پخپله جرمني د فلسطيني مستقل دولت پر سر د اروپا د يوه ګډ دريځ دنيولو دپاره مبارزه کوله. ځيني دولتونه لکه بلجيم، هسپانيه، آيرلنډ او يا پرتګال د فلسطينانو د غوښتنليک ملاتړ کوي. ځيني نور دولتونه لکه فرانسه يا لوکسمبورګ بيا غواړي فلسطينانو ته په ملګرو ملتو کښي لږ ترلږه د يوه ناظر حيثيت قايل سي. خو ځيني نور هيوادونه لکه د چک جمهوريت بيا دغه وسطي لار هم ردوي. لکه څنګه چي د منځني ختيځ کارپوه ميشاييل لويدرس وايي جرمني د فلسطين په موضوع کښي هم د خارجي سياسي لحاظه منزوي پاته سوی دی.

«زه ګمان کوم چي دابه پر جرمني- فلسطيني مناسباتو باندي ډيره منفي اغيزه ونکړي، ليکن جرمني سږکال په خپل سياست کښي دوه واره منزوي سوی دی. اول يې په ملګرو ملتو کښي په ليبيا کښي د ناټو د عملياتو پر ضد رايه ورکړه اواوس بيا د فلسطين د پريکړه ليک پر ضد رايه ورکوي ، چي دا په حقيقت کښي د يوه مستقل فلسطيني دولت د جوړيدو پرضد رايه هم ده.»

د يو طرفه فلسطيني دولت داعلانيدو په صورت کښي اسراييلو د ډيپلوماتيکي غچ اخيستني اخطار ورکړی دی او پخپله په فلسطين کښي کيدای سي بيرته د يوه مستقل دولت د نه پيژندلو او د امنيت په شورا کښي د هغه پر ضد د امريکا د ويټو له کبله ناآرامی راپيدا سي.

ډانيل ششکوويڅ/ محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی