1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د مهاجرو له پاره لس ميلیارده یورو اضافه مصرفوي

۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه

د جرمني حکومت غواړي په راتلونکي کال کي د یوې رسنۍ په حواله د مهاجرو د پالني او مدغمیدو په خاطر لس ميلیارده یورو اضافه مصرف کړي.

https://p.dw.com/p/1II8b
په جرمني کي مهاجر
انځور: Peter Adamik

داخبره «پساور نوین پریسه» ورځپاڼي د خپلي چهارشنبه په گڼه کي د حکومتي منابعو په حواله کړې ده چي د ۲۰۱۷م کال له پاره د بوديجې د تصویبولو پروخت به دکابینې د نن ورځي په جلسه کي ورباندي بحث وسي.

دغه پیسې به د مهاجرو له پاره د ژبي او مدغمیدو پر کورسونو، د مهاجرو مرکزي ادارې،فدرالي پولیسو او تیښتي له عواملو سره د مبارزې په لار کي ولگول سي.

د کورونو جوړولو له پاره هم حکومت ۸۰۰ ميلیونه یورو اضافه پلان کړي دي او۱،۱ ميلیارد نوري د کارپیداکولو، ادغام او تقاعد له پاره او همدارنگه ۴۵۰ ميلیونه د فامیلي-سیاسي تدابیرو له پاره په نظر کي نیول سوي دي.

دمالیې وزیر ولفگنگ شویبله د راتلونکي کال له پاره مجموعأ ۳۲۵،۵ ميلیارده یورو بوديجه پلان کړې ده چي تر۲۰۱۶ م کال ۲،۷ فیصده ډیره ده.

په همدې حال کي حکومتي ائتلافي گوند، سوسيال ديموکراتان غواړي چي مرکزي حکومت د منل سوو پناه غوښتونکو د سرپناوو مصارف او کرایې په مصارفو کي ډیره برخه واخلي.

په اوس وخت کي مرکزي حکومت ایالتونو او ناحیو ته د هر مهاجر پر سر د ټولو مصارفو له پاره ۶۷۰ یورو ورکوي. خو دغه پیسې د هغوی د پناه غوښتوني پروسې تر ختمولو پوري ورکول کیږي.

کله چي څوک قبول سي، ایالتي او محلي اجتماعي مرکزونو ته ورځي او د کار پیداکولو تر وخته پوري یې هغوی مصارف پر غاړه اخلي.

د دې تر څنگ باید ورته د سرپناوو مصارف او کرایې هم ورکړي. خو ایالتونه او ښارونه وايي، چي د مهاجرو په ډیر راتگ سره پر دوی فشار ډیر سوی دی او مرکزي حکومت باید تر ټولو دمخه د هغوی له پاره د کورونو په کرایو کي ډیره ونډه واخلي.