1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د مهاجرو له پاره لگښت ميلياردونه يورو لوړ کړی دی

۱۳۹۵ آبان ۱۳, پنجشنبه

د انگلا ميرکل په مشرتوب جرمني حکومت سره سلا سوی دئ چي په روان کال کي د مهاجرو د لگښتونو په برخه کي ايالاتونو ته ۲ميليارده او ۵۵ ميليونه يورو نور په اختيار کي ورکړي.

https://p.dw.com/p/2S6ag
Türkei Angela Merkel zu Besuch im Flüchtlingslager Nizip I
انځور: picture-alliance/dpa/Bundesregierung/S.Kugler

د ميرکل حکومت د چهارشنبې په ورځ پر دغه لگښت د هغو يوميليون مهاجرو له پاره سره سلا سول چي دغه هيواد ته راغلي دي. د ميرکل کابينې دغه راز موافقه کړې ده چي راتلونکی کال به دغه لگښت يو ميليارد او۱۶ميليونه يورو نور ډېر کړي.

دغه اضافي لگښتونه په دې معنی دي چي برلين غواړي ايالتي دولتونو او ښارواليو ته ۹،۵ ميليارده يورو په اختيار کي ورکړي، څو مهاجرو ته سرپناه وي جوړي او د هغوی ساتنه وکړي.

د جرمني حکومت وړاندوينه کوي چي تر۲۰۲۰م کاله پوري به د مهاجرو په برخه کي لگښتونه ۲۴،۵ ميليارده يورو ته ورسيږي.

د جرمني حکومت د روان کال له پيل راهيسي د خپلو ايالتونو دولتونو ته د مهاجرو په برخه کي درې ميليارده يورو اضافي ورکړي دي.

په جرمني کي د هر مهاجر مياشتنی لگښت ۶۷۰ يورو براورد سوی دئ، چي د برلين د ملاتړ صندوق له خوا ايالاتونو ته ورکول کیږي.

دغه اضافي بوديجه چي د چهارشنبې په ورځ پرې موافقه سوې، هغو مهاجرو ته د رسېدگۍ په برخه کي زیاته سوې، چي سنونه ئې کم او يوازي وي، او د هغو مهاجرو د سرپناه په برخه کي ئې مصرف کړي چي د پناه غوښتنه ئې منل سوې وي.

تيرکال جرمني ته له افريقا، منځني ختيځ، افغانستان او نورو هيوادونو نژدې ۸۹۰ زره مهاجر راغلل.