1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : د يکشنبې د انتخاباتو په مقابل کښي بې تفاوتي

۱۳۸۸ مهر ۳, جمعه

ځکه چه دپارلمان دپاره د انتخاباتي مبارزې په جريان کښي هيڅ يوه ګوند ،خصوصأ ولسي ګوندو ، د هيواد دعمده او اساسي مسايلو په باب سم جوابونه نه ورکول،او ځانونه يې تيروله

https://p.dw.com/p/JpI8
د صدراعظمۍ دپاره دکانديدانو کاريکاتورونهانځور: DW

د انتخاباتي مبارزو دپاره پوره موضوعګاني موجودي وې . مثلأ : د بين امللي اقتصادي بحران سره به څه کيږي ، څونه نور په افغانستان کښي پاتيدل ، او داټومي انبار سره به څه کيږي . دا هغه موضوعګاني دي چه جرمنيان ورسره مخامخ او د هغو د حل غوښتونکي دي . خو په اصطلاح انتخاباتي مبارزې داسي عيار سوي دي ،چه ګوندونه خلګو ته د ټولو دغه ډول پوښتنو د جوابونود ورکولو څخه ځان تيروي ، ژولي جوابونه ورکوي ، او نه غواړي دغه موضوعګاني واقعأ وڅيړي .

د ولسي ګوندو په نسبت درې اپوزيسوني ګوندنه يو څه ښه وه ، خو بيا هم مثلأ دآزادو ليبرالانو ګوندپدې خبري سره چه ماليات دي راکښته سي ،خونه په واقعي ډول ، خلګ حيران نه کړل ،يا د زرغون ګوندپه دې شعار سره چه اټومي انبار نه غواړو ،او يا چپيان پدې شعار سره چه د افغانستان څخه راووزۍ ،او ثروت د ټولو دپاره ،خو بيا سړی پوهيږي چه دوی هيڅ وخت حکومت ته نه رسيبږي .

پر مهمو مسايلو باندي واقعأ ښه جروبحث او دعوې رامنځته نه سوې ،او زيادتره خلګ انتخاباتي مبارزه ډيره جدي نه بولي .

د مسيحي دموکراټانو د ګوند څخه د صدراعظمي انګيلا ميرکل او د سوسيال ډيموکراټانو د کانديد فرانک والټر سټاين ماير چه لا تر اوسه خارجه وزير دی،تر منځ لويه ټلويزوني مناظره ،د يوې عادي مناظرې په حيث قبوله ،او په حقيقت کښي ددواړو ګوندونو د لوی اييتلاف د ادامې دپاره داعلاناتو په حيث توجيه سول . خو دا خبره دا معنی نلري چه جرمنيان ډيرو دعوو او شخړو ته تږي دي . دوی حتی په سياست کښي شخړي او دعوې بې معنی بولي . خو جرمنيانو ته بايد د جدي رايه ورکونکو په سترګه وکتل سي . ځکه نو بايد د مهمو پرابلمو په باب د هغو سره خبري سوي وای . مګر ددې په عوض د خلګوسره پر بې محتوی او نا معلومو مسايلو خبري وسوې .

د صدراعظمۍ دپاره دواړه مهم کانديدان انګيلا ميرکل او سټاين ماير
د صدراعظمۍ دپاره دواړه مهم کانديدان انګيلا ميرکل او سټاين مايرانځور: AP

ډير جرمنيان د خپلو کارځايونو او معاشونو د کښته کيدو څخه بيره او تشويش لري . خو د هغه جوابونه به تر انتخاباتو وروسته دوی ته معلوم سي . آيا ددوی د موټر جوړولو د فابريکو سره به څه کيږي ، خصوصأ کله چه د نوو موټرانو په خاطر دولتي جايزې پای ته ورسيدلې .

که ماليات راکميږي ،نو د کمو اجتماعي خدماتو څخه به څښی کميږي . دولتي پورونه به څنګه بيرته ادأ کيږي . ‎او آيا پيسې به ثابتي پاتيږي . خلګو ته به د اټومي فضله موادو له منځه وړل څونه ګران تماميږي ، او په کوم قيمت به د افغانستان نظامي عمليات آلماني پوځ ته تماميږي .

او څنګه چه ډيرو پوښتنو ته جواب ندی ورکول سوی ،نو تر نن ورځي پوري چه لا دوې ورځي انتخاباتو ته پاته دي ،ډير خلګ نه پوهيږي چه چاته رايه ورکي ،او ډيری لا هم پدې نه پوهيږي چه اصلأ به د رايي ورکولو صندوقونو ته ولاړ سي ، او رايه به ورکي او که څنګه . چه دا ټول په حقيقت کښي ديموکراسۍ ته تاوان رسوي .

ووک،يوخين

کتونکي : محمد قاسم نوري