جرمني غواړي مهاجر بيرته يونان ته ولېږي
د يوې ورځپاڼي د راپور له مخي ځيني مهاجر بايد له جرمني څخه بيرته يونان ته ولېږل سي. دغه پروسه په ۲۰۱۱م کال کي په يونان کي د مهاجرو له پاره د خرابو شرايطو په دليل ځنډول سوې وه. په اړه ئې انځوريز راپور.
آلمان په ډسمبر مياشت کي تر ۳۰ زيات رد سوي افغان مهاجر افغانستان ته ولېږدول چي پر دې کار پخپله د حکومتي ګوند سوسيال ديموکرات سياستوالو نيوکي وکړې. اوس آلمان غواړي چي په مجموع کي هغه مهاجر چي د يونان له لاري آلمان ته راغلي وي، بيرته يونان ته ولېږي.
د يونان له لاري په ۲۰۱۵م کال کي اروپا ته ډېر مهاجر راغلل. د معلوماتو له مخي اکثره مهاجر چي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کي اروپا ته راداخل سوي ول، لومړی يونان ته راغلي ول.
يونان ته ډېر پناه غوښتونکي له ترکيې څخه په کوچنيو کښتيو کي اوښتل چي په دې ترڅ کي زيات انسانان ډوب هم سول. دغه انځور يوه سوريايي کورنۍ ښيي چي د اوبو له لاري په ۲۰۱۵م کال د يونان کاوس ټاپو ته رسېدلې وه.
له آلمان څخه يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي هغه وخت محدوديتونه رامنځ ته سول چي په ۲۰۱۱م کال داسي راپورونه خپاره سول چي په يونان کي د مهاجرو وضعه ښه نه ده. داسي ويل کېده چي يونان د مهاجرو د زياتوالي له کبله تر د هغوی تر هوده نه سي وتلای.
تردې دمخه چي په ۲۰۱۱م کال کي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد په پروسه کي محدوديت راسي، د دبلين تړون سره سم مهاجر له آلمان څخه بېرته هغه اروپايي هيواد ته لېږدول کېدل چي له لاري يې اروپا ته راداخل سوي ول. يونان ته د مهاجرو د داخليدو دغه پروسه تر ۲۰۱۶م کال پوري په لوړه کچه روانه وه. دغه انځور د ۲۰۱۶م کال په اپريل مياشت کي د ليسبوس ټاپو په يوه مهاجرکمپ کي اخيستل سوی.
د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر۱۱مه نېټه اخيستل سوی د يونان سمندري ځواک د بېړۍ يو انځور چي و ليسبوس ټاپو ته يې په خپله وينا ۵۰۰ مهاجر ورسول. دغه مهاجر په سمندر کي له ستونزو سره مخامخ سوي ول او د دغي کښتۍ له خوا وژغورل سول.
يونان ته تر داخلېدو وروسته زياتره مهاجر، نورو اروپايي هيوادونو ته د رسېدو تلاښ کوي. خو کله چي د بالقان مسير په ۲۰۱۶م کال کي وتړل سو نو ډېر مهاجر په يونان کي بند پاته سول. د دې تر څنګ د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرو د بېرته لېږد تړون هم لاسليک سو. دغه انځور د مقدونيا او يونان تر منځ د ايدوميني مهاجر کمپ ښيي.
د «فرانکفرتر الګيماين» ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د کډوالو پر فدرالې ادارې ږغ کړی دی چي له يونان څخه راغلو پناه غوښتونکو څخه صرف د مارچ تر ۱۵مې نېټي پناه غوښتني ومني. په دې توګه سره آلمان غواړي چي د يونان له لاري ورته راغلي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دا په داسي حال کي چي مرستندويه ټولنو په يونان کي د سخت ژمي له کبله د مهاجرو وضعه د اندېښنې وړ بللې ده.
دا چي د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزېر د مارچ ۱۵مه نېټه له يونان څخه د مهاجرو د منلو وروستۍ نېټه وړانديز کړې ده، ښايي په دې وجه چي تر هغه وخته به سخت ژمی پای ته رسېدلی وي. د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ پر ۱۱مه نېټه د ليسبوس په ټاپو کي د مهاجرو کمپ دغه انځور د مهاجرو وضعه ښيي.
د اروپايي اتحاديې کميسيون د ۲۰۱۶م کال په دسمبر مياشت کي سپارښتنه کړې وه چي هغه مهاجر چي د ۲۰۱۷م کال د مارچ مياشتي تر۱۵مې نېټي وروسته يونان ته او بيا له يونان څخه «د اصولو خلاف» نورو اروپايي هيوادونو ته ولاړ سي، هغوی بايد بېرته يونان ته ولېږدول سي. ياد کميسيون دغه وړانديز په دې توجيه کړی ؤ چي په يونان کي د پناه غوښتني په پروسه کي موجودي ستونزي تر زياتي اندازې ليري سوي دي.
د آلمان د کورنيو چارو وزير د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي پر دويمه وويل چي د آلمان د حکومت اقدامات د دې سبب سوي چي په ۲۰۱۶م کال کي آلمان ته د ۲۰۱۵م کال په پرتله لږ مهاجر راسي. دا چي ديميزير اوس د دبلين تړون د بېرته عملي کولو پر لور گام اخلي او غواړي يونان ته د مهاجرو د بېرته لېږد پروسه پېل کړي، ښايي د آلمان د حکومت د هغو هڅو ادامه وي چي مهاجرو ته پيغام ولېږدوي چي آلمان ته مخه ونه کړي.
د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازيول» د آلمان د حکومت پر هغو پلانونو سختي نيوکي کړي دي چي غواړي مهاجر بېرته يونان ته ولېږدوي. دغه سازمان ويلي چي د مهاجرو د سرپناؤ، له سخت موسم څخه د هغوی د ساتنې او د پناه غوښتنې د پروسې په ترڅ کي نيمګړتياوي لا تر اوسه په يونان کي پر ځای پاته دي.