جرمني لوبډله د نړيوالو اتلوليو څخه ووتله
۱۳۹۰ تیر ۱۹, یکشنبهاعلان
د المان د ښځينه فوټبال ملي لوبډله تر يوې ماتي وروسته د فو ټبال د روانو نړيوالو سياليو څخه ووتله. د شنبې په ورځ د المان په ؤلفسبورگ کي د المان او د جاپان د ښځينه لوبډلو تر منځ کوارټل فاينل لوبه تر سره سوه چي جاپان د صفر په مقابله کي په يو گول وگټله.
په لېورکوزن ښار کي بيا د فرانسې لوبډلې د برتانيې لوبډلې ته د 3 په مقابله کي په 4 گولونو ماته ورکړه. پدې توگه جاپان او فرانسه دواړه و نيمايي پايلوبي ته ورسېدل. د يکشنبې په ورځ د کوارټل فاينل پای لوبي د سوېډن آسټراليا او برازيل امريکا تر منځ تر سره کيږي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم