1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني هم د بشرد حقوقو په شوراکي جواب ووايه

۱۳۸۷ بهمن ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان له پاره دا يو نوښت و. په لومړي ځل د آلمان حکومت د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کي په جرمني کي د بشر د حقوقو په اړه پوښتني ځوابولې...

https://p.dw.com/p/GmKU
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شوراانځور: picture-alliance/ dpa

په دغه درې ساعته ناسته کي څلويښتو کسانو خبري وکړې. د هغو د پوښتنو په اړه د آلمان د بهرنيو چارو معيين گېرنوت آيرلر وايي:«انتقادي پوښتني وشوې، خو هغه داسې نه وې چې گويا هدف يې پر تعصباتو ولاړ و.»

يو څو وارې د خارجيانو په ضد جنايتونه او د بهرنيانو په وړاندې د توپير مساله راپورته شوه. د ايران استازي د خارجيانو په وړاندې د زور زياتي د کچي له ډېرېدلو څخه شکايت وکړ.

د بهرنيو چارو معيين آيرلر وويل چې برلين دغه نيوکې په هغو برخو کې جدي گڼي چيري چې دوی هم ورته ستونزې تاييدوي:« د خارجيانو په وړاندې ناوړه څرگندونې او فعاليتونه زموږ په هېواد کې شته چې د دولت لخوا دغه چارې تعقيبيږي، خو پرته له دې د کډوالو د شريکېدو ستونزې شته، په تېره بيا د کډوالو ماشومانو په برخه کې چې په دغه ساحه کې ښو وړانديزونو ته سترگې په لار يو. په دې خبرې مې ټينگار وکړ او د هغې مطرح کول مې ومنل. زما په نظر د هغوی غبرگون هم مثبت و، موږ ترې ډډه ونه کړه بلکه ومو ويل، هو داسې ده.»

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د يو کال راهيسې په پر له پسې توگه د بشر د حقوقو مراعات په 190 غړيو هېوادونو کې څاري. د دو شنبې په ورځ د روسيې استازي په آلمان کې د پخواني شوروي اتحاد څخه د راغليو آلماني الاصله وگړو پر ناوړو شرايطو نيوکه وکړه. پرته له دې د روما او سينتي يا جټانو په وړاندې د توپير خبره هم مطرح شوله.

اسلامي هېوادونو د کار په ډگر کې د مسلمانو ښځو د برابرۍ مساله هم راپورته کړه چې په دې برخه کې د ښځينه مامورينو د پوړني د نه په سر کولو بحث هم وشو:«زه فکر کوم چې دغه نيوکه په ذات کې سمه ده، خو دا چې ايران يې مطرح کوي، لږ څه عجيبه غوندې ايسي. يران هغه هېواد دی چې د ښځو په وړاندې د لباس ډېر سخت مقررات لري او د وهلو جزا هم لري. دا د بشر د حقوقو په برخه لا ناوړه شرايط دي. ما ته قهر راځي چې داسې هېوادونه بيا دا ډول نيوکې کوي. خو نورو هېوادونو هم چې شمېر يې شپږو ته رسيږي، د مذهبي تعصباتو خبره مطرح کړله او دا مساله د آلمان دپاره ډېره مهمه ده.»

دا د هاينر بيلې فېلد څرگندونې وې چې په آلمان کې د بشر د حقوقو د انستيتوت مشر دی. هغهء زياته کړه چې د آلمان حکومت په جينيف کې ډېر انتقادونه په ورين تندي ومنل. خو د تاسف خبره يې دا وبلله چې ځينې مهم مو‍ضوعات د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې مطرح نه شول.