1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني په افغانستان کي خپل عسکرو ته نوي پوځي وسايلو پيري

۱۳۸۹ فروردین ۲۶, پنجشنبه

وروسته له دې، چي څو ګوتنبرګ په کندوز او مزار شريف کي د آلماني عسکرو سره خبري کړي دي، نو ويلي يې دي، چي د نوي شرايطو له مخه به افغانستان ته نوي ټانکونه او يو شمېر نوري نوي سلاوي واستول سي...

https://p.dw.com/p/Mwhz
د جرمني پوځ لپاره رانيول سوي پوځي وسايل
د جرمني پوځ لپاره رانيول سوي پوځي وسايلانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ دغه خبره نه مني، چي ځيني وايي که چيري په افغانستان کي آلماني عسکرو نوي سلاوي درلو دای، نو د هغه درو تنو آلماني عسکرو د وژل کيدلو مخه به نيول سوې واي، چي داپريل دمياشتي په پيل کي دطالبانو سره په نښتو کي وژل شوي دي.

د جرمني ددفاعي چارووزير،چي پرون کندوز ته تللي و ويلي دي، چي په دې هکله ما په کندوز کي د آلماني عسکرو سره خبري کړي، هغوی دا خبره نه مني، چي په نوي او ښوسلاو سره به ددغه عسکرو د وژل کيدلو مخنوي سوی وای.

وروسته له دې، چي څو ګوتنبرګ په کندوز او مزار شريف کي د آلماني عسکرو سره خبري کړي دي، نو ويلي يې دي، چي د نوي شرايطو له مخه به افغانستان ته نوي ټانکونه او يو شمېر نوري نوي سلاوي واستول سي.

لکه څنګه چي دFinancial Times Deutschland په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي، د المان ددفاعي چارو وزارت غواړي، چي په افغانستان کي د امنيتي وضع د لاخرابيدلو د مخنوي دپاره 60 داني نوي زرهدار نقليه وسايل وپيري.

نوموړي پاڼه د آلمان ددفاع وزارت په قول ليکي، چي ددغه نقليه وسايلو د جوړولو سپارښت يوه سويسي شکرت ته سوی.

په خبر کي دا هم ويل سوي دي، چي تر 2011 ميلادي کاله پوري به 90 دانې ايګل څلور ډوله زرهدار نقليه وسايل هم تهيه کړاي سي.

په روان وخت کي په افغانستان کي آلماني عسکر 975 دانې زرهدار نقليه وسايل لري.

AG/ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل