1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني په سونو افغان مهاجر جواب کړي دي

۱۳۹۴ اسفند ۷, جمعه

د سربستان چارواکو د معلوماتو له مخي د ورځي به یوازي ۵۰۰ مهاجرو ته اجازه وي چي د اتريش او جرمني هيوادونو ته له بالکان لاري تير سي. خو د يوه راپور له مخي جرمني بيا سږکال تر ۷۰۰۰ زيات مهاجر جواب کړي، چي ډېری ئې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/1I2uV
Österreich Flüchtlinge an der Grenze zu Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/P. Kneffel

د بالکان هیوادونو له خوا اروپا ته د مهاجرو پر مخ لاري ورځ تر بلي سختيږي. د سربستان د کورنيو چارو وزير نيبوی شه ستيفانوويچ، د جمعې په ورځ په بيلگراد کي ويلي دي: «تيره شپه مو د کروشيا د پوليسو له خوا داسي راپور تر لاسه کړ چي د ورځي ۵۰۰ مهاجرو ته د تېرېدو اجازه ورکوي.»

هغه زیاته کړه چي د کروشيا پوليسو ته بيا دغه خبر د سلوانيا پوليسو ورکړی دئ. سربستان اوس له خپلو دواړو شمالي گاونډيو هيوادونو څخه په دې اړه په ليکلې بڼه د يوه سند غوښتنه کړې ده.

ستيفاوويچ وويل: «دغه غوښتنه مو ځکه کړې ده چي موږ ثبوت ولرو چي دا کار موږ نه دی کړی، بلکي گاونډي هيوادونه غواړي دغه کار وکړي.»

اوس مهال په سربستان کي نژدې ۲۰۰۰ مهاجر غربي اروپا ته د سفر په موخه شپې  او ورځي تيروي.

جرمني په زرونو مهاجر بيرته جواب کړي

د رسنيو د يوه راپور له مخي جرمني سږکال د اتريش په سرحد کي نژدې ۷۳۰۰ مهاجر چي غوښتل ئې جرمني ته ننوځي بيرته جواب کړي دي.

د جرمني د «زود دويچه څايتونگ» ورځپاڼي د راپور له مخي دا هغه مهاجر ول چي غوښتل ئې د جرمني له لاري نورو هيوادونو ته تير سي.

يوازي د روان کال په جنوري مياشت کي ۵۰۰۰ مهاجر د اتريش له سرحد سره جواب سوي دي چي ډېری ئې افغانان ول.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس هغه څوک چي د اروپايي ټولني د غړو هيوادونو وکړی نه وي او د دغي ټولني يوه سرحد ته ورسږي او هلته د پناه غوښتنه ونه کړي، د شينگن تړون د ۱۳ مادې پر اساس هغوی بيرته شړل کيږي.

د شينگن تړون له مخي هغه څوک چي د دغي ټولني د غړو هيوادونو وگړی نه وي او سرحد ته ئې ورځي بايد پاسپورت او ويزه ولري او دغه راز مالي ملاتړ هم.