1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني په سونو مهاجر جواب کړي دي

۱۳۹۵ آبان ۱۲, چهارشنبه

آلمان هغه مهاجر ردوي چې دغه هيواد ته تر راتگ دمخه یې په یوه بل اروپایې هیواد کې د پناه غوښتنه منل شوي وي. د روان کال تر سپتمبره مياشتي پوري نږدې ۱۸۰۰ داسي کسان رد شوي دي.

https://p.dw.com/p/2S0jg
Hayriye Aydin mit ihrer Familie drohende Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/R.Schulten

د «ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې یو شمیر داسې مهاجر چې په نورو اروپایې هیوادونو کې یې د پناه غوښتنه منل شوی وي او وروسته یې بیا په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده رد شوي دي. ورځپاڼي زیاته کړې چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د روان کال د سپتمبر میاشتي تر پایه پورې د ۱۷۷۹م تنو دا ډول مهاجرو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي دي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (BAMF) په حواله «د داسې یوه مهاجر د پناه غوښتنې عریضه چې دمخه لا په یوه بل اروپایې هیواد کې منل شوی وي، د اعتبار او منلو وړ نه ده.» په دې وروستیو کې له لاتویا څخه داسې رپوټونه ترلاسه شوي ول چې ۲۳ تنه مهاجر چې د اروپایې اتحادیې پر غړو هیوادونو د مهاجرو ویش پروګرام په ترڅ کې دغه هیواد ته ورغلي ول، دغه هیواد یې د آلمان په نیت پریښې دی.

د اروپایې اتحادیې په یوه غړي هیواد کې قبول شوي مهاجر کولای شي په هرو شپږ میاشتو کې د ۹۰ ورځو له پاره یوه بل اروپایې هیواد ته سفر وکړي، خو کولای نه شي هلته پاته او میشت شي. البته دا په دې معنی نه ده چې دوی به په زوره بیرته واستول شوي، د بیلګې په توګه د آلمان د زاکسن ایالت په کراز ګورلتڅ، کې د ۱۷ تنو عراقي مهاجرو مورد.

دوی ته ترمخه لا په چک جمهوریت کې پناه ورکړل شوې وه او وروسته یې بیا د آلمان پر لور خپل سفر ته ادامه ورکړه، او څلور اونۍ مخکې تر دې چې له آلمان څخه و ایستل شي د عسویانو پروتستان کلیسا ته یې پنا وروړه.

د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ویاند د"Welt"  ورځپاڼې ته وویل :«هغه کسان چې ځان د کلیساګانو مراقبت ته سپاري، حکومت اصلاً ورته لاسرسي نه لري.» د اوسنی قانون له مخې د ټاکل شوي مهلت تر تیریدو وروسته، دغه عراقیان کولای شي په آلمان کې د پناه غوښتنه وړاندي کړي.

د ۲۰۱۵م کال په فبروري میاشت کې کلیساګانې او د آلمان دولت موافقې ته ورسیدل چې د کلیسا له پاره هیڅ یوه ځانګړې قانوني او حقوقي استثنا وجود نه لري. د کلیسا استازې کولای شي په ځانګړو مواردو کې د یوه مهاجر دوسیه په مشخص ډول، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې له خوا دویم وارې ارزونې ته وړاندی کړي.

ټولنې او مذهبي ټولنې باید د یوه مهاجر د برخلیک تر معلومیدو مخکې د هغه په هکله د امکان تر حده بشپړ معلومات د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې BAMF ته د ارزونې له پاره ورکړي.

نور مطالب: