1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني : 20 کاله وروسته لاهم ډير تفاوتونه موجود دي

۱۳۸۸ مهر ۱۵, چهارشنبه

د1989 کال د اکتوبر د7 مي څخه چه شرقي آلمان خپله 40 مه کليزه لمانځل، فقط يوه مياشت وروسته تر هغه د برلين ديوال چپه سو ، او يوکال وروسته جرمني بيرته سره يو سو . نو آيا دديوال تر چپه کولو 20 کاله وروسته بيا هم

https://p.dw.com/p/K186
د برلين ديوال ،چه دچپه کيدو دمخه ورباندي خلګ ولاړ دي
د برلين ديوال ،چه دچپه کيدو دمخه ورباندي خلګ ولاړ دي

د شرق او غرب په منځ کښي ژوند عادي سوی دی ،او تر منځ يې مناسباتو څنګه وده کړې ده ،نو په دې باب د ختيځ آلمان څخه د الاهياتو پيژندونکی فريدريښ شورليمر وايي چې آلمان په رسمی ډول سره يو شو، خو د ختيځ او لويديځ تر منځ لا اوس هم ډير تفاوتونه موجود دي . دی وايی ،

« لا د پخوا په شان زموږ تر منځ ډير ليری والی او يود بل نه درک کول موجود دی . ... خو دا يوځای سره وده کوی . زه فکر کوم، شل کاله وروسته به دې ته ورسيږو.»

خو دا د هغه څه په پرتله چې د آلمان پخواني صدراعظم او د سوسيال ديموکرات ګوند مشر ويلي برانت په 1989 کال کې ويلی وه، « هغه څه چې يو په بل پوري اړه لری » اوس ګډه وده کوی، لږ څه بيرته پاته والی ښيي . د وخت سپيده داغ په مؤقتی خوښۍ کې له بدليدو مخکې تير شوﺉ دﺉ .

د دومره وروپرمختګ سوچ، د هغه وخت لومړي وزير هيلموت کول هم نه ؤ کړی، کله چې يې په 1990کال کي د ختيځ آلمان وګړو ته وعده ورکوله .

«په ګډه سره به موږ يو سمسور هيواد جوړ کړای شو.»

د ختيځ آلمان زيربنا نوې شوه : لويي لاري او سړکونه نوي شول، ښارونه ترميم شول، نوي کورونه جوړ او ترميم شول . تاريخي ودانۍ چې سيمبوليک لوړ ارزښتونه يې درلودل، لکه په برلين کې Dom او د موزيمونو ټاپو او په دريزدن کې د ميرمنو کليسا بيرته احيأ شوې، خو بياډيري داسي کانکريټی ودانۍ لکه د شرقي آلمان د جمهورريت ماڼۍاو نوري هم ونړول شوې .

د څلورنيمو لسيزو یعنی د 1945 کال څخه چې دوهمه نړيواله جګړه پای ته ورسيدل، بيا تر 1990 کال پوري څلورنيم مليون تنو د آلمان له ديموکراتيک جمهوريت څخه د لويديځ په لور مخه کړه، او ډيری يې تر 1961 کاله پوري چې لا د برلين ديوال نه ؤ جوړ شوی ،ولاړل . ديوال د ديموکراتيک آلمان د احتجاجيه خوځښت د زور او فشار له امله چې تر هرڅه مخکې يې د سفر کولو آزادی غوښته، په 1989 کال کې ونړيد. له هغه وخته راهيسي دشرقي آلمان اوسيدونکي نور هم يونيم مليون تنه کم شويدی .

د 2009 کال د اکتوبر پر دريمه «د آلمان د بيرته يوځای کيدو » په ورځ دجرمني صدراعظمي انګيلا ميرکيل وويل :

«خبره د هغه وخت پر پيښوباندي وه، نه پر تير وخت، داسې يوه پيښه چې د تاريخ يوه برخه جوړوی . خبره تر ډيره حده د آزادۍ د دوران او زړه پرانيستيني د نوي پيل پر سرده ،او موږ يې په منځ کې يو.»

په 1990 کال کې په ديموکراتيک آلمان کې (له ختيځ برلين پرته) 14.5 مليونه تنه اوسيدل . خو اوس فقط 13 مليونه دي . او که څه هم چې هرکال په لس هاوو زره کسان دلويديځ څخه ختيځ ته کډه کوی . خو په روښانه ډول زيات کسان بيا لويديځ ته کډه کيږی . يوازي په 2008 کال کې ختيځ 50000 تنه دلاسه ورکړل . په تيره بيا ځوانان او د ښې زده کړي خاوندان له ختيځ څخه لويديځ ته کډه کوی . پاته کيږی زاړه او له ټولنيز لحاظه بې وزلي کسان .

د کډه کيدو علت يې تيره خرابه اقتصادی وده ده . په ختيځ کې د سړی پر سر داخلي ناخالصه توليد دلويديز په نسبت په سلو کي 71 دی . او د لويديځ په پرتله په شرقي برخه کي بېکاری لا هم دوه برابره ده .

يوخېن/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکي : محمد قاسم نوري