1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني 2500 کډوالي کورنۍ قبلوي

۱۳۸۷ بهمن ۱۸, جمعه

نژدې اوه زره کډوال تېر کال آلمان ته راغلي وو او له اويا زرو زيات عراقيان اوسمهال په آلمان کې ژوند کوي...

https://p.dw.com/p/GoWE
عراقي کډوال جرمني ته د راتګ په تمه
عراقي کډوال جرمني ته د راتګ په تمهانځور: picture-alliance / dpa
عراقيان دا مهال په آلمان کې د پناغوښتونکو تر ټولو لويه ډله تشکيلوي:په مارچ کې په لومړي ځل هغه کډوال آلمان ته راتلونکي دي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو د سازمان UNHCR د بيا مېشتولو په يو پروگرام کې برخه اخلي. آلمان تقريبا دوه نيم زره عراقيان مني. هغوی ته د درو کالو دپاره د اقامت او کار اجازه ورکول کيږي. خو د نوردراين وستفالن د پناغوښتونکو د ادغام وزير ارمين لاشېت زياته کړه چې هدف به د هغوی دوامدار اقامت وي.

نوموړي د مسيحي دموکرات گوند له سياستوال ولفگانگ بوسبخ سره يو ځای سوريې او اردون ته سفر کړی و چيري چې د بيا مېشتېدنې کانديدان اوسمهال د UNHCR د همکارانو لخوا او د آلمان د کډوالۍ د فدرالې ادارې له لوري غوره کيږي.

«د دغو کډوالو له ډلې څخه د اروپايي ټولنې د شرطونو له مخې UNHCR هغه کډوال غوره کوي چې بيا آلمان ته استول کيږي. هغه بيا د آلمان د کډوالۍ په اداره کې کنتروليږي او بيا په سيمه کې د کارکوونکو له خوا مرکو ته بلل کيږي. تر څو وکتل شي چې ورته څومره گواښ متوجه دی، دوی په شخصي توگه څومره ژوبل دي او دا چې په آلمان کې د ادغام او ورگډېدو امکانات يې څنگه دي.»

آلمان ته په تېره بيا عيسويان، د روحي مشکلاتو لرونکي ناروغان، د شکنجې قربانيان او کونډې ښځې له خپلو ماشومانو سره يو ځای راځي. عيسويان په عراق کې د لاشېت او بوسبخ په وينا د حاکم وضعيت له امله ډېر کړيږي. په داسې حال کې چې د سنيانو او شعيه گانو دپاره امنيتي ساحې شته، خو عيسويانو پورې خبره صدق نه کوي.

عراقي کډوال د په سوريه کي د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کي
عراقي کډوال د په سوريه کي د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کيانځور: AP

ښاغلی لاشېت په دې اړه وايي:«د 2008 کال په سپتامبر کې بيا په موسول کې په عيسويانو باندې ظلمونه وشول چې له امله يې بيا د کډوالو يوه څپه رامنځته شوه، ځکه نو عيسويان په دغو کډوالو کې تر ټولو لويه برخه تشکيلوي.»

د عراق کالدېيک عيسويان چې کتوليکانو ته ورته دي به د آلمان په هغو ښارونو کې ځای پر ځای شي چيري چې د دغې مشرقي کليسا پيروان شته. د آلمان د کورنيو چارو وزير ولفگانگ شويبله په لومړي سر کې غوښتل چې يوازې عيسويان په آلمان کې ومني. خو اوس دغه وزارت وايي چې ديني تړاو د ردونې سبب نه گرځي.

خپلمنځي جگړو او سياسي تعقيب په مليونو عراقيان دې ته اړ کړي دي چې خپل هېواد پرېږدي. د اټکل له مخې يو نيم تر دوو مليونو پورې عراقي کډوال د سختو شرايطو لاندې په گاونډيو هېوادونو سوريې او اردون کې ژوند کوي. دوه مياشتې وړاندې اروپايي ټولنې بالاخره پرېکړه وکړه چې لس زره سخت اړمنو کسانو ته اجازه ورکړي چې د اروپايي ټولنې غړيو هېوادونو ته راشي. آلمان په همدې ترڅ کې تقريبا دوه نيم زره کډوالو ته ځای او سرپناه ورکوي.