1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد: تر ۱۰۰ زياتو انسانانو ته مرګ ژوبله واوښته

سيد رياض۱۳۹۴ فروردین ۲۹, شنبه

د ننگرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د کابل بانک د ودانۍ مخې ته ځانمرگي برید شا او خوا ۳۰ تنه وژلي او تر ۸۰ زیات یې ټپیان کړي دي. د چارواکو په وینا خلک د معاش د اخیستو له پاره د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو.

https://p.dw.com/p/1FAMX
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ننگرهار ولایتي ویاند احمد ضیا عبدالزی له دویچه ویله سره د نوموړې چاودنې په هکله په یوه ځانگړې مرکه کې وویل: «نن سهار شا او خوا اته بجې او لس دقیقي د جلال آباد ښار په اوله ناحیه کې د کابل بانک تالاشۍ محل ته نزدې ځانمرگی برید شوی دی.» هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د دغې پیښې له کبله ۳۰ تنه وژل شوي او شا او خوا ۸۰ تنه ټپیان دي.

دا چې په نوموړې پیښه کې څومره ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، په هکله یې عبدالزي وویل: «اکثریت یې ملکي خلک دي اما تکفیف اوس د ټولو قربانیانو نه شي کیدای، ځکه ټول روغتون ته لیږدول شوي دي او ډاکټران یوازې پر دې بوخت دي چې د هغوی تداوي وکړي.»

د رویټرز خبري آژانس بیا د چارواکو له قوله لیکلي دي چې د دغه ځانمرگي برید په پایله کې ۳۳ تنه وژل شوي او تر سلو زیات بیا ټپیان شوي دي. د جلال آباد د پولیسو مشر فضل احمد شیرزاد ویلي دي چې «دا یو ځانمرگی برید وو.» هغه زیاته کړې ده چې پولیس اوس په دې هکله پلټنې کوي چې آیا ځانمرگي برید کوونکي چاودیدونکي توکې پر ځان پورې تړلې وو او که په یوه موټر کې یې ځای پر ځای کړي وو. د هغه په وینا «دا لا وختی دي چې وویل شي دغه څرنگه یو ځانمرګی برید وو.»

په پسرلي کي به بريدونه زيات شي

په وروستیو کې په ننگرهار ولایت کې د امنیتي وضعیت د خرابیدو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې احمد ضیا عبدالزي وویل: «د پسرلي په راتگ سره په ټولو ښارونو کې د حوادثو احتمال له وړاندې شوی وو. امنیتي ځواکونه په دې برخه کې تدابیر لري. همدا اوس د دا ډول ډیرو لسگونو پیښو مخنیوی یې کړی دی.» هغه په خپلو خبرو کې وویل دا چې دغه پیښې څرنگه رامنځ ته شوې دي او تر شا یې څوک لاس لري په هکله به یې امنیتي ارگانونه کار وکړي او گزارش به د ولایت مقام ته وړاندي کړي.

په عین وخت کې د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالب یاغیانو په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړي دي. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد و رويټرز خبري آژانس ته ويلي: «دا يو شيطاني عمل دی او موږ يې په کلکه غندنه کوو.»

دا لومړی وار دی چې په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو د رژیم د سقوط وروسته افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې چې د ناټو له کمې مرستې څخه برخمن دي، پر ضد جنگیږي.

یو وخت په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو شمیر ۱۳۰ زره تنو ته رسیده، خو اوس دغه شمیر یوازې څو زرو سرتیرو ته راټیټ شوی دی چې دنده یې د افغان امنیتي ځواکونو روزل او د ځانگړو عملیاتو تر سره کول دي.