1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهوري غوښتونکي هم د افغانستان څخه د پوځونو ايستل غواړي

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د هغه هيواد جمهوري غوښتونکي چي د دې جګړې ملاتړ کوونکي هم ول، د افغانستان په وړاندي ژمنو کي متردد کيږي، او وجه يې ښايي دا وي چي په راتلونکي کال کي د جمهوري رياست له پاره مبارزه پيليږي.

https://p.dw.com/p/11afO
د جمهوري غوښتونکو کانديده ميشيله بيچمن
د جمهوري غوښتونکو کانديده ميشيله بيچمنانځور: AP

په افغانستان کي د امريکا د جګړې د اوږديدو په وړاندي د امريکا د متحده ايالاتو د خلکو مخالفت وار په وار پراخيږي.

تقريباً ټولو هغو کسانو چي د جمهوري غوښتونکو له خوا د کانديديدو په لټه کي دي ترڅو د ديموکراټانو کانديد بارک اباما ته په انتخاباتو کي چلينج ورکړي، د بارک اوباما افغانستان ته اضافي عسکرو د فيصلې څخه ملاتړ کوي.

د ماشوټس والي ميټ رومي څوک چي د دغه سيالو په لمړۍ کرښه کي ځای لري د دوشنبې په ورځ د کانديدانو په لومړي بحث کي ويلي « اوس هغه وخت دي ترڅو ژر تر ژره خپل سرتيري بيرته کور ته را ستانه کړو.»

د هغه په خبره « يوازي افغانان کولای سي چي د طالبانو څخه د افغانستان آزادي وګټي.» خو هغه وويل چي د پوځونو دغه راوتل بايد په شرايطو پوري اړه ولري.

په چين کي د امريکا د متحده ايالاتو پخواني سفير جون هنټسمن د اخلي اقتصادي فشار ته په کتو سره وايي چي، د افغانستان څخه پوځونه بايد ژر را وايستل سي.

جون هنټسمن هم پلان لري چي په راتلونکي اونۍ کي ځان کانديدۍ ته اعلان کړي.

مايکل بيچمين د سي اين اين سره په يوه مرکه کي ويلي چي « داسي نه ښکاري چي ګواکي په افغانستان کي موږ څه لاس ته راوړو. او د امريکا متحده ايالات بايد ډير ژر خپل پوځونه د افغانستان څخه راوباسي، خو دغه کار بايد د پوځي قوماندانانو په مشورو پوري وتړل سي.

يو بل کانديد رون پاول په افغانستان کي د پوځي مداخلي تر ټولو سر سخت مخالف دي. په پام کي ده چي اوباما به په راتلونکې اونۍ کي تصميم ونيسي تر څو د افغانستان څخه څومره پوځيان را وباسي.

څه موده وړاندي ځيني جمهوري غوښتونکو د پوځيانو د را ايستلو د پلان ويش غندلی وو او ويلي يې ول چي طالبان به دې ته په انتظار وي چي کله به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

خو د اوباما د خپل ګوند غړي په کلکه په افغانستان کي جنګ ته د پای ټکي د ايښودولو په حق کي دي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل