1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جمهور رييس کرزي له واشنګتن څخه وروسته په لندن کي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۵, شنبه

د افغانستان جمهور رييس لومړني بهرني مشر دي چي په لندن کي د بريتانيا له نوي صدراعظم، David Cameron سره وليدل

https://p.dw.com/p/NOvF
د افغانستان جمهور ريييس حامد کرزی
د افغانستان جمهور ريييس حامد کرزیانځور: AP

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي امريکا متحده ايالاتو له سفر څخه وروسته، نن (شنبی) لندن ته ورسيد، چيرته چي د بريتانيا د نوي حکومت له مشرانو سره يی وليدل. کرزي د نړي لومړني بهرني مشر دي چي د بريتانيا له نوي صدراعظم Cameron سره ليدنه کتنه وکړه.

د Cameron د دفتر له خوا ويل شوي دي چي دغو دواړه مشرانو په Chequers کي د صدارعظم په رسمی هستوګنځي کی سره وولیدل. د بريتانيا د حکومت يوي وياندي، وويل چي کرزي او Cameron په

«افغانستان کي د پرمختګونو» پر سر خبري وکړي.

د فرانس پرس د خبري آژانس د يو رپوټ له مخي کرزي او Cameron دواړو موافقه وکړه چي د خپلو هيوادونو تر منځ اړيکي نوري هم ټينګي کړي.

دغه ليدنه کتنه يواځي يو څو لږ ورځي له هغي صورت مومي چي د محافظه کار ګوند مشر، Cameron په پارلماني ټاکنو کي له برياليتوب څخه وروسته يو نوي ايتلافي حکومت جوړ کړ او افغانستان ته يي د خپلي بهرني پاليسي په سر کي ځاي ورکړي دي. Cameron د انتخاباتي مبارزي په وخت کي ويلي ؤ چي هغه په داسي حال کي چي په افغانستان کي د متحده ايالاتو له نوي ستراتيژي څخه ملاتړ کوي ، خو فکر نه کوي چي اته کاله نور دی هم بريتانوي سرتيري هلته خپل ماموريت ته دوام ورکړي.

د بريتانيا د حکومت يو وياند ووويل: صدارعظمCameron خوښ دی چي په «خپل هستوګنځي کی جمهور رييس کرزي ته بلنه ورکړه». هغه وويل : «دوي واشنګتن ته د جمهور رييس د بريالي سفر او په افغانستان کی د سولي د ملي جرګي د راتلونکي په هکله خبري وکړي»

کله چي Cameron تير اوني د سه شنبي په ورځ له پخواني صدراعظم، ګوردان براون څخه د حکومت چاري په غاړه واخيستي، سمدلاسه يي د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما ته په تيلفون تماس کي له افغانستان څخه د بريتانيا د ملاتړ خبره ياده کړه. له کرزي سره په يو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کي اوباما وويل چي هغه او Cameron د خپلو هيوادونو ترمنځ په ځانګړو اړيکو باندي ټينګار وکړ.

اوبلاما: « Cameron ما سره په افغانستان کي د متحده ايالاتو د نوي ستراتيژي موضوع ياده کړي او زه باور لرم چي د بريتانيا نوي حکومت په دي باندي اعتراف لري چي دا د ټولو متحدينو په ګټه ده چd جمهور کرزي په خپل هيواد کي پر ستونزو بريالي شي.»

په افغانستان کي کابو 9000 بريتانوي سرتيري د متحده ايالاتو او د ناتو د ځواکونو تر څنګ د طالب ياغيانو بر ضد جنګيږي.

په اوسني وخت کي د ټولو بهرنيو سر تيور شميرر 130 زرو ته رسيږي او د اګست په مياشت کي د نوو امريکايي قواوو له رسيدو سره به د هغوي شمير تر 150 زرو ته ورسيږي. د دغو نوو سرتيرو زياته برخه د افغانستان جنوب او حنوب لويدیځ سيمو ته مخه کړي ده.

وروسته له هلمند څخه د ناتو تر مشري لاندي د نړيوالو ځواکونو د نوو عملياتو ډګر کندهار ټاکل شوي دي. خو په کندهار کي د نوموړو عملياتو په درشل کي نشه يي توکي چي د ياغاينو د بغاوت د تمويل ستره چينه ګڼل کيږي، يو بل ستونزه چي افغان او نړيوال ځواکونه بايد ور سره مقابله وکړي. په داسي حال کي د متحده ايالاتو يو جنرال وايي چي په افغانستان کی د طالبانو د نشه يي توکو له درکه مالي سرچينو ته يي سخت تاوان اړولي دی، په کندهار کي چارواکي لا تراوسه د دغو توکو د قاچاقاق او سوداګريو څخه شکايت لري.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي