1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«جنايت کوونکي بنديان بايد آزاد نه سي»

حسين سيرت۱۳۹۲ دی ۲۴, سه‌شنبه

د انتقالي عدالت د همغږه کوونکي ډلې غړو د بگرام له زندان څخه د شکمنو طالب بنديانو آزادول د اساسي قانون پر خلاف عمل بللی دی او له افغان حکومت څخه یې غوښتي دي چې د قانون پر وړاندې ژمن و اوسي.

https://p.dw.com/p/1AqPO
انځور: dapd

ولسمشر کرزي په روان کال کي یوه کمېټه وټاکله چې د بگرام زندان د بندیانو دوسیې وڅېړي او هغه زندانیان آزاد کړي چې جرمي دوسیې نه لري.

د سه شنبې ورځې د کنفرانس یوې جوړونکې لیا جواد، په کابل کې وویل: «د انتقالي عدالت د همغږۍ کمېټه او پر بشري حقونو د تمرکز کمېټه په دې باور ده چې د عدلي سازمانونو له حکم پرته د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو د بندیانو آزادول له اساسي قانون، نړیوالو ژمنو او د بشري حقونو د ارزښتونو بر خلاف کار دی. دا کار د قربانیانو د کورنیو د غوښتنو پر خلاف دی.»

خو د بگرام د زندانیانو د دوسیو د څېړنې کمېټې مشر عبدالشکور دادرس، په وروستیو وختونو کې په یوه خبري کنفرانس کې ويلي ول چې داسې اسناد په لاس کې نه شته چې د دغو ۶۵۰ تنو قربانیانو جرمونه اثبات کړي.

خو د مدني ټولنې یو شمیر سازمانونه وایي که څه هم افغانستان د بشري حقونو نړیوالي اعلامیې ته ژمن دی، خو بیا هم داسې کسان آزادوي چې په ځانمرگو بریدونو کې لاس لري.

د بشري حقونو دغه سازمانونه ادعا کوي چې اوس هم د افغان حکومت په لوړو څوکیو کې د بشري حقونو تر پښو لاندي کوونکي کار کوي.

میرمن جواد وویل: «د هغو زندانیانو د آزادولو دوام چې په جنگي او د بشر ضد جنایتونو باندي تورن وي په یوه سیاسي بهیر کې او پرته له قانوني لارو د قانون خلاف کار دی. په عین حال کې د داسې کسانو گومارل چې د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندي تورن وي، د افغانستان د دولت له خوا د قانون او بشري حقونو د نه مراعتولو نمونه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر کرزي حکومت ټینگار کوي چې له بگرام زندان څخه آزاد شوي زندانیان پرته له کوم جرمه د بهرنیو ځواکونو له خوا په دې زندان کې ساتل کیدل.

د بگرام زندان تر ډیرو جنجالونو وروسته، له امریکایي ځواکونو څخه افغان دولت ته وسپارل شو. په عین حال کې امریکا متحده ایالاتو هم د ۷۲ تنو زندانیانو په اړه اندیښنه ښولې ده چې افغان حکومت یې د آزادولو پریکړه کړې ده. امریکا ویلي دي چې دغه بندیان خطرناک دي او د افغان او امریکايي وگړو په وژنو کې لاس لري.

د شخړي د ترسیم رپوټ دې خپور شي

دغه سازمانونه ټینگار کوي چې افغان حکومت باید هغه رپوټ خپور کړي چې د بشري حقونو د کمیسیون له خوا جوړ شوی دی. د مدني ټولنې فعال آزریون متین، په دې کنفرانس کې وویل: «د شخړي د ترسیم رپوټ باید خپور شي. که نن دغه رپوټ خپور شي سبا هیڅوک هم جرأت نه کوي چې د بشر ضد جنایتونه ترسره کړي.»

د شخړي د ترسیم رپوټ په افغانستان کې د کمونيستانو، مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال بشري جنایتونه ترسیموي. د مدني ټولني فعالان وایي چې افغان حکومت ځکه دغه رپوټ نه خپروي چې د بشري حقونو یو شمیر تر پښو لاندي کوونکي اوس هم په دولت کې لوړي چوکۍ لري.