1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال جان الين پاکستان ته روان دئ

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، به په دې سفر کي له پاکستان څخه وغواړي، چي د حقاني ډلي پروړاندي اقدام وکړي. پر دغه ډله باندي په افغانستان کي د ډیرو بریدونو تور لگول شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15Lu3
انځور: dapd

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي دي، چي جنرال جان الین به د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته ورسیږي او هلته به د پاکستان د پوځ له مشر جنرال اشفاق کیاني، سره د افغانستان او پاکستان د سرحدي مسائلو په اړه خبري وکړي.

ویل کیږي چي جنرال جان الین به دغه راز د افغانستان هغه اندیښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکي کړي چي د حقاني د ډلي په اړه ئې لري. د حقاني شبکه په افغانستان د ډیرو بریدونو مسئوله بلل کیږي. ویل کیږي چي دغه ډله له پاکستان څخه کنترولیږي.

په کابل کي د وروستي ترهگر برید پړه هم د حقاني پر ډلي باندي وراچول شوې ده. په دې برید کي یاغیانو د کابل د قرغې په بند کي پر یوه هوټل باندي برید وکړ او يو شمیر ملکي کسان ئې یرغمل ونیول.

په دغه جگړه کي چي د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ ئې ۱۲ ساعته دوام وکړ شاوخوا ۲۰ تنه پکښي ووژل شول.

تر دې برید وروسته جنرال جان الین وویل، چي دغه برید د حقاني ډلې له خوا تر سره شوی دئ. د هغه په خبره، دغه ډله اوس هم له پاکستان څخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. د الین له دغه خبرو سره ښایي د پاکستان او امریکا اړیکي نوري هم ترینگلې شي.

دغه راز په تيرو څوورځو کي پاکستان هم د افغان حکومت او ناټو د نیوکو پر وړاندي غبرگون وښود او وئې ویل، چي په افغانستان کي میشت طالبان له سرحد څخه په تیریدو سره پر پاکستاني پوځيانو بریدونه کوي. پاکستان له افغان او نړیوالو ځواکونو څخه غوښتي دي، چي د دغو یاغیانو مخنيوی وکړي.

دا په داسي حال کي ده چي افغان او بهرني امنیتي ځواکونه وایي، چي یاغیان په پاکستان کي میشت دي، او هغوی دا خبره ردوي چي گويا له افغانستان څخه دي یاغیان پاکستان ته اوښتي وي او پر پاکستاني طالبانو دې برید کړی وي.

اوس د پاکستان او امریکا اړیکي تر بل هر وخت ډیري ترینگلي دي. د دواړو هیوادونو اړیکي هغه وخت لا ډیري خرابي شوې، چي تیرکال د ناټو په یوه هوایي برید کي د پاکستان او افغانستان پر پوله ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل سول.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل