1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال رحمان: د ښځينه پوليسو کمښت د قانون واکمني ننگوي

۱۳۹۰ مهر ۱۷, یکشنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت، د ښځينه پوليسو کمښت د قانون د واکمنۍ په وړاندي جدي ننګونه بولي. د وزارت په وينا له تيرو لسو کلونو راهيسي دوی توانيدلي، چي يوازي ۱۲۰۰ تنه ښځي او نجوني د پوليسو ليکو ته جذبي کړي.

https://p.dw.com/p/12oT2
افغان ښځينه پوليسي
افغان ښځينه پوليسيانځور: AP

د افغانانو يو شمير ټولنيز دودونه، او سيمه ييز رواجونه ددې لامل سوي، چي ډيری ښځي د پوليسو ليکو سره يوځای کيدو ته زړه ښه نه کړي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي معين عبدالرحمان رحمان وايي، دوی پلان لري تر ۲۰۱۵ کال پوري پينځه زره تنې ښځينه پوليسي جذبي کړي.

دمګړی په ډيرو برخو کي د ښځينه پوليسو دندي هم نارينه تر سره کوي، چي دغه کار ځيني وخت د سرخوږي اود کورني تاوتريخوالي د زياتيدو عامل کيږي.

د افغان پوليسو د روزني د ماموريت مشري دمګړی د  اروپايي ټولني پرغاړه ده.

خو آلمان او امريکا هغه دوه ملکونه دي، چي د افغان پوليسو د روزلو او تجهيز په برخه کي يي په سلګونو مليونه امريکايي ډالر لګولي.

په  افغانستان کي د ملګرو ملتونو سازمان د ښځينه پوليسو د يو ځای کيدو له مخ پر زياتيدونکي شميري خوښ ښکاري.

ددغي اداري يو مرستيال بل سن له قوله راغلي: « د افغانستان په ۶۵ولسواليو کي د ښځينه پوليسو د روزلو چاري رواني دي، او د پوليسو له ليکو سره د نجونو اوښځو د يوځای کيدو ليوالتيا هم زياته سوې ده».

خو ايا يوازي د پوليسو د کميت لوړيدل به اوسنيو ستونزو ته مناسب ځواب وي.

د پوځي چارو مبصر او د ملي امنيت متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، چي وسلي و نه لرو نو مورال به له کومه کړو.

« مورال په وسلو دی، په نظامي روزنه دی، او که دا مسايل نه وي نو څوک ځان غښتلی نسي ګڼلای. که هغه سرتيری وي که پوليس او که هم د ملي امنيت کارکونکي».

ډيري کارپوهان نا امني هغه جدي ستونزه بولي، چي په وينا يي د پوليسو له ليکو سره د ځوانانو د يو ځای کيدو مخه نيسي. د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجي هم همدا خبره کوي:

« زموږ اصلي مشکلات نا امني ده، که چيري نړيواله ټولنه او حکومت په ګډه سره کار وکړي او د امنيت د راوستلو لپاره مټي را ونغاړي نو د نا امنۍ ستونزه به له مينځه ولاړه سي او په اوس وخت کي بايد مسلح قوتونه ښه تجهيز کړای سي».

د يادولو وړ ده چي په ډيرو مواردو کي پر پوليس ځواک نيوکي سوي، چي خپلي دندي په سمه توګه پر مخ نه بيايي او د هغوی د تيروتنو بيه ولسي خلک پرې کوي.

په داسي حال کي چي پوليس بيا د پرمختللو وسلو او تجهيزاتو له کمښت څخه سر ټکوي او شکايت کوي چي په ډيرو مواردو کي د توکو کمښت د دوی د چټک غبرګون مخ نيوی کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زیارمل