1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال ميک کريسټل د خپلي دندي څخه گوښه سو

۱۳۸۹ تیر ۳, پنجشنبه

بارک اوباما په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ستر قوماندان، جنرال سټنلي ميک کريسټل چي د سپيني ماڼي مشرانو ته يې د سپکاوي ډولو يادونو له وجي تر نيکو لاندي راغلی و، استعفا ومنله.

https://p.dw.com/p/O1Uh
جنرال سټنلي ميک کريسټل د رولينگ سټون مجلې پر پوښتۍ
جنرال سټنلي ميک کريسټل د رولينگ سټون مجلې پر پوښتۍانځور: rollingstone.com

پوره يو کال د مخه جمهور رئيس بارک اوباما جنرال ميک کريسټل په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د ستر قوماندان په توګه وټاکه.

جنرال کريسټل ددې تر مخه په عراق کي د ياغيانو پر ضد د امريکايي ځواکونو د جګړې قومانداني په غاړه درلوده.

په افغانستان کي د هغه لومړنۍدنده دا وه چي په جګړه کي د برياليتوب دپاره يوه ستراتيژي طرحه کړي، چي هغه دغه دنده په پوره رښتينولي سره سرته ورسوله.

د دغه په جسامت نری خو په عقل او پوځي تجربه کي پاخه جنرال د ستراتيژي اساسي بنسټ داو چي، د افغانستان په اته کلنه جګړه کي بايد د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو مخ نيوي وسي.

هغه به ويل چي د افغانستان د خلکو سره بايد تماس ټينگ او هغو ته د دوستۍ غېږه پرانيستله سي، ترڅو د نړيوالوځواکونو په وړاندي د هغوئ اعتماد تر لاسه سي.

په عين وخت کي په پوځي ډګر کي د هغه د ستراتيژۍ مهمه برخه دا وه چي د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوږدې او نه کنترول لاندي پولي په اوږدو کي د ياغيانو کښته پورته کيدو ته پام واړول سي.

جنرال ميک کريسټل ته ديو پوه، مجرب ستراتيجيست او جنګي قوماندان په سترګه کتل کېده، د دغه ډول صفتونو په هکله پرون د ورځي په اږدو کي نه يوازي دکانګرس ځينو غړو په ډير احتياط سره يادون کاوه، بلکي د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي او د پاکستان لوړ پوړو چارواکو هم د هغه د ګوښه کولو په وړاندي اوباما ته خبرداری ورکونکي يادوني وړاندي کړي.

جنرال ميک کريسټل تر لنډي کتني وروسته د سپيني ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال
جنرال ميک کريسټل تر لنډي کتني وروسته د سپيني ماڼۍ څخه د وتلو پر مهالانځور: AP

نه دکانګرس غړی او نه هم په افغانستان او پاکستان کي د جنرال کریسټل پلویان په دې پوهيږي چي، ولي هغه په يوې امريکايي مجله کي هغسي يادوني کړي دي، چي د سپيني ماڼۍ په نظر هغه د متحده ايالاتو ملکي مشرانو ته د په کښته سترګه کتلو مانا لري.

جمهور رئيس اوباما پرون د ميک کريسټل سره په سپينه ماڼۍکي دوه په دوه وليده. تر دغي لنډي ليدني کتني او د ملي امنيت د شورا تر يوې غوندي وروسته اوباما اعلان وکړی چي،هغه د جنرل ميک کريسټل استعفاء ومنله او خوښ دی چي د هغه پر ځای يې جنرال ډيويډ پيترايس ونوماوه:

«زه دغه تصميم په دې وجه نه نيسم چي ګواکي د افغانستان د سياست په اړه زموږ تر منځ اختلاف دی، بلکي تر لاس لاندي نیول سوې ستراتيژي په هکله موږ په بشپړه توګه سره موافق يو. دغه راز دا تصمیم وشخصي حيثيت ته د تاوان د رسېدو په وجه هم نه دی نيول سوی. جنرال ميک کريسټل دځان څخه تل ستر اطاعت ښودلی او زما امرونه يې په پوره صداقت سره سرته رسولي دي.»

اوباما دميک کريسټل د لياقت ، پوهي او مسلکي تجربې د ستايني څخه هم سپما ونه کړه. خو دايې هم وويل چي، جګړه د يو انسان دقوت او طاقت څخه وتلی شی دی،دا که هغه يوعادي عسکر وي که جنرال او يا حتي جمهور رئيس.

د ميک کريسټل دګوښه کولو داعلان پر وخت د اوباما شا او خواته د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوی درستیز، اميرالبحر مايکل مولن، تر اوسه پوري په افغانستان کي د ناټو عمومي قوماندان ډيويډ پيترايس او د جمهوررئيس مرستيال،جو بايدن ولاړ ؤ.

اوباما او د دفاع وزير رابرت گېټس
اوباما او د دفاع وزير رابرت گېټسانځور: AP

ميک کريسټل د بايدن په هکله په امريکايي مجله « Rolling Stone » کي په خاصه توګه تمسخرکونکي يادوني کړي وې.

اوباما دغو يادونو ته په اشارې سره وويل:« دغه چلند او سلوک چي په دغه خپرې سوي مقالې کي ښودل سوی دی، د ټاکل سوو معيارونو سره چي د قوماندې د صلاحيت لرونکي جنرال د هغو د اطاعت مکلفيت لري، نه جوړيږي. پر پوځ باندي ملکي کنټرل زموږ د ډيموکراسۍ هسته جوړوي. دغه ډول سلوک زموږ پر ټيم اړین اعتماد او همکارۍ باندي ضربه گڼل کيږي.»

د اوباما ددې خبرو مانا دا ده چي يو جمهوررئيس نه سي کولای چي د يو جنرال تر قوماندې لاندي عمل وکړي. هغه هم چي د هغه او د هغه دهمکارانو د تصميمونو په هکله په مطبوعاتو کي ورباندي بحث وسي، دا خو لا پرېږده چي هغوئ ته سپکاوئ وسي.

داچي جنرال ميک کريسټل ولي دغسي کار کړی دی، هغه ښايي چي د اوباما سره يې د دوه په دوه خبرو کي، روښانه کړی وي. خو په ښکاره توګه په دې هکله څه نه دي ویل سوي.

د امريکا په متحده ايالاتو کي که سناتوران دي او که پوځي چارواکي سمدلاسه د جمهور رئيس اوباما د تصميم څخه چي ميک کريسټل يې د خپلي دندي ګوښه کړی، هرکلی سوی دی.

Hasselmann, Silke/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب