1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال نیکولسن: طالبان یو ځل بیا القاعدې ته نزدې شوې دي

Reuters۱۳۹۵ فروردین ۳۰, دوشنبه

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړینې د خبر تر خپریدو وروسته د دغې ډلې تر منځه اختلافاتو د هغې غړي، د القاعدې په څیر بهرنیو ګروپونو ته نزدې کړې دي.

https://p.dw.com/p/1IXUm
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General John Nicholson
انځور: Reuters/R. Gul

جنرال نیکولسن له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکايي چارواکو د طالبانو په منځ کې هغو ډلو ته نزدیوالی لیدلی دی چې واشنگټن یې ترهګرې بولي.

دغه نوی بدلون کیدای شي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر پلان باندې هم اغیزه وکړي، ځکه امریکا متحده ایالات نه غواړي چې د القاعدې ډله په افغانستان او یا هم د سیمې په نورو هیوادونو کې په آزاده توګه فعالیت وکړي.

نیکولسن پخپله مرکه کې ویلي دي: «اوس د طالبانو او دغو نورو ترهګرو ډلو تر منځ همکاري تر پخوا لا په واضیح ډول لیدل کیږي.» هغه زیاته کړې ده: «موږ اندیښنه لرو چې که طالبان بیرته واک ته ورسیږي، نو له دغو ډلو سره د خپلو نزدې اړیکو له پاره به یو ځل بیا هغوی ته پټنځایونه برابر کړي.»

نیکولسن اوس هغه پلان ارزوي چې له مخې یې د ۲۰۱۷ کال تر پیل مخکې په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو شمیر ۵۵۰۰ ته راکښته کیږي. ځینې امریکايي او افغان قوماندانان وایي چې امریکا متحده ایالات دې د ځواکونو د کمولو دغه پلان یو څه بدل کړي ځکه د هغوی په حواله افغانستان اوس هم له د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ګواښ سره مخامخ دی.

نیکولسن ویلي دي چې د ملا عمر د مړینې خبر تر خپریدو وروسته، د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور، اړ شو چې د القاعدې او حقاني په څیر ډلو ته نزدې شي او په کابل او نورو سیمې کې یې لوی بریدونه ترسره کړل. هغه زیاته کړې ده: «کله چې ملا عمر ژوندی وو نو هغه په عام محضر کې له القاعدې څخه خپل واټن ساته، خو د طالبانو نوی مشر ملا منصور په دې کې پاتې راغلی دی. زه فکر کوم چې د دې یو دلیل دا دی چې منصور د ملا عمر په څیر اعتبار نه لري.»

اوس مهال په افغانستان کې شپږ داسې ډلې فعاله دي چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تور لیست کې شاملې دي. طالبان په دغه نوملړ کې شامل نه دي. دا چې د نیکولسن د ارزونو پایله به څه وي او هغه به ولسمشر اوباما ته په افغانستان کې د څو تنو سرتیرو د ساتلو سپارښتنه وکړي، ښايي د افغانستان حالاتو پورې تړلې خبره وي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په دې هیواد کې وضعیت اوس مخ په خرابیدو ښکاري، طالبان د لا ډیرو سیمو په نیولو توانیدلي دي او د نړیوالو ترهګرو ډلو ترڅنګ اسلامي دولت ترهگرې ډلې هم په دې هیواد کې خپل فعالیتونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال نیکولسن وایي چې د سرتیرو د شمیر کمیدو په صورت کې به هم امریکا په افغانستان کې د اړتیا په صورت کې د عملیاتو ترسره کولو توان ولري.