1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال پترویس: د کندهار عملیات په وروستي پړاو کې دي

۱۳۸۹ آبان ۱, شنبه

په افغانستان کې د ناټو تړون عمومې قوماندان په کندهار کې د تیرې میاشتې راهیسې پیل شوي عملیات په ختمیدو بللي.

https://p.dw.com/p/Plyb
انځور: AP

جنرال پترویس په کابل کې د ناټو ځواکونو په قوماندانۍ کې د خبرو پر مهال وویل چې د کندهار ولایت په ژیړۍ او پنجوایې ولسوالیو کې پیل شوي پوځي عملیات چې پکې په زرګونو تنو افغان، امریکايي اوکاناډایي سرتیرو برخه لرله د تمې خلاف ښه پر مخ ولاړل او ډیري لاس ته راوړني یې لرلي.

ژیړۍ او پنجوایې د کندهار تر ټولو خطرناکي سیمې بلل کیدي چې وخت ناوخته به ترینه د وسله والو بریدونو او چاودنو خبرونه تر لاسه کیدل.

په دغو سیمو کې په تیرو څو کلونو کې په لسګونو تنو بهرنیو او افغان سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د کندهار امنیت د ټول جنوبي افغانستان د امنیت په مانا دی.

کندهار د افغانستان دوهم لوی ښار دی چې په دې ورستیو کې یې امنتي حالت د پام وړ خراب شوی، ناټو او افغان پوځي جنرالان وایې چې که چیرته د کندهار په امنیت کې ښه والی را نه سي نو ترینه به په لومړي سر کې سویلي ولایتونو ته او بیا ټول افغانستان ته ګواښ رامنځ ته سي.

په کندهار کې د عملیاتو پلان د افغانستان لپاره د جنرال دیوید پترویس د هغو پلانونو له ډلي یو شمیرل کیده چې وایې طالبانو دغلته عملیاتي نوښت په لاس کې اخیستی او که د هغوي لاس لنډ نه شي نو ډیر ژر به نور ولایتونه هم له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

سپینې ماڼۍ او د ناټو تړون د کندهار د عملیاتو لپاره د جنرال پترویس له پلان څخه خپل پوره ملاتړ څرګند کړی وو.

د ناټو د قوماندان په وينا، په يادو شويو سيمو کې له ترسره کېدونکو عملياتو وروسته به، هلته ځايي قومي ملېشه ځواک جوړېږي.

دغه عمليات تېرې يوې مياشتې راهيسې په کندهار کې پيل شوي دي، لومړۍ برخه يې په ارغنداب ولسوالۍ کې ترسره شوه او اوس په ژېړۍ او پنجوايي کې ادامه لري.

د امریکا د اردو دغه جنرال په داسي حال کې پنجوايي او ژیړۍ ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو د پای ته رسیدو خبره کوي چې د پنجشنبې په ورځ د کندهار والي توریالی ویسا هم دغو دوو ولسوالیو ته سفر درلود او دغلته یې له شاوخوا ۳۵۰ تنو قومي مشرانو سره خبري وکړي.

تر دې دمخه حکومتي عالي رتبه چارواکو دا توان نه درلود چې دغو ولسوالیو ته ورشي ځکه هلته دولت ضد جنګیالي ډیر چابک ول .

د کندهار په ژیړۍ او پنجوایې ولسوالیو کې په داسي حال کې چاڼیزو عملیاتو د پای تهر سیدو خبره کیږي چې همدا نن د همدې ولایت په یوه بله ولسوالی ارغنداب کې د ماین په یوه چاودنه کې د نیویارک ټایمز یو خبریال ژوبل شوی دی.

دغه خبریال له میشتو امریکايي ځواکونو سره په یوه زغره وال ګاډي کې سفر کاوه چې پرې د واټ د غاړې ماین وچاودید .

په سیمه کې امنیتي چارواکو دوچې ویلې ته وویل چې د خبریال روغتیایې حالت ښه دی او دمګړۍ د ایتلافي ځواکونو په روغتون کې تر درملني لاندي دی.

راپور: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی