1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال پيترايس څوک دی؟

۱۳۸۹ تیر ۳, پنجشنبه

د امريکا په متحده ايالاتو کي چي د هرچا څخه پوښتنه وسي جنرال پيترايس د خپل پوځ ستوری او تر ټولو د زيات نفوذ خاونديادوي.

https://p.dw.com/p/O2VS
جنرال ډيويډ پيترايس
جنرال ډيويډ پيترايسانځور: AP

ویل کيږي چي دغه ځواکمن 57 کلن جنرا ل سپيني خبري کوي، پر ځان باندي ډيره ويسا لري،خو مغروره نه دی.

دی په عين وخت کي ډير جنګيالی هم دی، ډير کتابونه وايي اود ښو مفکورو خاوند دي.

د امريکا پخواني جمهوررئیس جورج بوش دي په 2007کال کي دپوځ دلوړ قوماندان په توګه عراق ته واستاوو او ويی ويل:پرماباندي دپوځ په لارښونه کي دده ښه کيفيت ډير تاثير کړی دی.

دده د قوماندانۍ پر مهال په عراق کي وضعه ډيره ارامه سوې ول، ځکه چي هغه ستراتيژي سمه عملي کول.

هغه د ويتنام د جگړې پر مهال د«وستپاينت» په پوځي اکاډمۍ کي خپلو زده کړو ته دوام ورکړی. دا داسي وخت وو چي د عسکرۍ څخه ټول تښتېدل .

پيترايس د ويتنام د جګړې په هکله خپله ډاکتري وليکله. دی سپورت ته ډيره زياته علاقه لري.

هغه د خپل ځان په هکله وايي چي دستومانۍ په وړاندي معافيت لري.دا ښه عادت به په افغانستان کي دده په نوې دنده کي ډير په ښه ورسي.

هغه د افغانستان په اړه ډير مالومات لري او تيره اونۍ يې د کانگرس کي ويلي ول چي د افغانستان امنیتي حالت ددې پر ځای چي ښه سي مخ پر خرابۍ روان دی.

د امریکادجمهوريت غوښتونکو د گوند سناتور ليندزي ګراهام وايي چي

ديويد پيترايس زموږ وروستۍ هيله ده. که دده ترقوماندي لاندي په افغانستان کي کوم بدلون رانسي نو بل هيڅ څوک به هم څه و نه سي کولای.

د نوموړي جنرال څخه ډيري هيلي کيږي چي خپله دعراق ستراتيژي په افغانستان کي هم وړاندي بوزي.خو هغه ستراتيژي چي په عراق کي بريالۍ وه ، کيداي سي چي په افغانستان کي هيڅ نتيجه ورنکړي.

ځکه چي دا دوې جلا جگړې دي. جنرال پيترايس د خطره ډک کار په غاړه اخلي خو سره له هغه هم په واشنګټن کي ويل کيږي چي جمهوررئیس اوباما دده دراضي کولولپاره ډير هنرته اړه نه درلوده.

داسي بريښي چي دې زيارکښ او لوړو کارونو ته چمتو پيترايس ديوې نوي ننګوني سره دمخامخ کيدودپاره چمتو وو.

Müller, Sabine/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل