1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال پيتريياس د کرزي احضاراتو ځورولی

۱۳۸۹ آبان ۲۴, دوشنبه

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عموموي قوماندان جنرال ديويد پيتريياس د افغان ولسمشر حامد کرزي هغه څرگندونو ځورولی چي د ناټو ځواکونو د پوځي فعاليتونو په اړه يې کړي ډي.

https://p.dw.com/p/Q9VY
انځور: picture alliance/dpa

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي پيتريياس ويلي چي د ناټو ځواکونو پر فعاليتونو باندي د کرزي وروستی نيوکي کيدای سي چي د ياغيانو پر ضد مبارزه سخته زيان منه کړي.

ولسمشر کرزي په دې وروستيو کي د واشنگټن پوست ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي ول چي ناټو او امريکايي ځواکونه بايد په خپلو تعروضي عملياتو کي کمی راولي او د شپې د پوځي عملياتو څخه بايد لاس واخلي.

ځکه د هغه په خبره د شپې عمليات افغانان ډير ناراضه کړي او دا د طالبانو مورال نور هم قوي کوي.

دغه راز ديويد پيتريياس د کرزي د هغه خبري په اړه چي د هيواد په جنوب کي دي په پوځي عملياتو کي کمی راسي « حيرانتيا او مايوسي » ښودلې.

پيتريياس افغان چارواکو ته په وينا کي ويلي دي چي د کرزي دغه راز نيوکي او څرگندوني کيداسي په افغانستان کي د ناټو ټول عمليات گډوډ کړي.

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي د شپې عمليات د تروريزم په وړاندي مبارزه کي د جنرال پيتريياس د ستراتيژۍ د پلي کولو کيلي ده.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکیم