1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنرال کنايپ: په شمال کي د ازبکستان ياغيانو ځالي جوړي کړي

۱۳۹۰ مهر ۷, پنجشنبه

د افغانستان په شمال کي د ايساف ځواکونو آلماني مشر جنرال مارکوس کنايپ وايي داسي کره لاسوندنه ورته رسيدلي، چي په يو شمير شمالي ولايتونو کي د ازبکستان د بنسټ پالي ډلي حرکت اسلامي ازبکستان ياغيان را ټول سوي دي.

https://p.dw.com/p/12imu
جنرال کنايپ او د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په مزارشريف کي
جنرال کنايپ او د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په مزارشريف کيانځور: dapd

نوموړي وويل، چي دغه کسان له ترهګريزو روزنو برخمن دي اوپه شمال کي پراخ فعاليت کوي.

دغه آلمانی جنرال پر داسي مهال دغه څرګندوني کوي، چي د افغانستان په يو شمير سيمو کي بغاوت زور اخيستی او د ملګرو ملتونو يوه راپور هم په روان کال کي په افغانستان کي د تاوتريخوالي په کچه کي د تير کال په پرتله د ۳۹ سلني لوړ والی خبر ورکړی.

جنرال مارکوس پرون ناوخته په مزارشريف کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي که څه هم د نورو ولايتونو په پرتله په بلخ، تخار، بدخشان، سرپل، فارياب او جوزجان کي د زور پالو شميره د پام وړ کمه ده خو، بيا هم د منځنۍ آسيا د رټل سويو بنسټ پالو يو شميرډلو ځيني چريکان له هغو غرنيو او ځنګليزو لارو څخه په ګټي افغانستان ته را اوښتي چي د تاجکستان او افغانستان تر منځ واقع سوي دي.

په افغانستان کي ميشتو ايساف ځواکونو، شمال ته د ترهګرو له لار پيدا کولو انديښنه څرګنده کړي وه. خو دا چي دغه ترهګر په دغو سيمو کي څنګه سمباليږي په اړه يي جنرال کنايپ وويل:

« ترهغه چي زموږاستخباراتي معلومات ښيي، په افغانستان کي ډيری وسلې په هغو زيرمتونونو کي دي، چي د دوی په واک کي ورکول کيږي، او کمه شميره وسلې له بهر څخه دوی ته را قاچاق کيږي».

د ايساف ځواکونو دغه آلماني جنرال پر داسي مهال د افغانستان يو شمير شمالي ولايتونو ته د حرکت اسلامي ازبکستان بنسټ پالي ډلي د يو شمير ترهګرو د راتګ او د ځای پر ځای کيدو خبره کوي، چي ټاکل سوې په راتلونکو څو اونيو کي له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د  انتقال د پروسې دوهمه لړۍ پيل سي.

د ملي دفاع وزارت د وينا له مخي، چي بدخشان، تخار، سمنګان، بلخ او سرپل هغه ولايتونو دي، چي يو شمير سيمي به يې په دغه پړاو کي له بهرنيو ځواکونو په بشپړه توګه کورنيو سرتيرو ته وسپارل سي.

دې ته به وخت ځواب ورکړي چي ايا په شمالي ولايتونو کي وضيعت همداسي با ثباته پاتي کيږي او که به د امنيت د انتقال له پروسي وروسته څه نا څه له ګواښونو سره مخامخ سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل