1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنسي تیري کوونکو ته د اعدام سزا واورول شوه

مسعود جهش (AP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۲۲, جمعه

په دهلي کې یوې محکمې هغو څلورو کسانو ته د اعدام سزا واوروله چې پر یوې ۲۳ کلنې نجلۍ باندې یې د تیر کال په دسمبر میاشت کی جنسي تیری کړی وو. دغې نجلۍ تر دې پېښې دوه اوونۍ وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

https://p.dw.com/p/19hHH
انځور: Reuters

قاضي یوګیش کنا، د جمعې په ورځ دغه کسان د جنسی تیري او قتل په جرم د اعدام په سزا محکوم کړل. اوس نو باید د دهلي د محکمې دغه پریکړه د هندوستان د سترې محکمې له خوا تایید شي. په داسې حال کې چې مدافع وکیلانو تورنو کسانو ته د یوې سپکې سزا غوښتنه کوله، قاضي د هغوی دغه غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې دغو څلورو تنو یوه بی وزله نجلۍ په بیرحمۍ سره وژلې وه.

د دغو څلور تنو مدافع وکیل د پریکړې تر اعلانیدو وروسته وویل: «نن د دهلي د ډله ییز جنسي تیرې د پېښې په اړه پریکړه واورول شوه او په دې پېښه کې څلور واړه تورن کسان اکشې، وینې، پوون او موکیش د اعدام په سزا محکوم شول.»

قاضي یوګیش کنا د خپلې پریکړې د اعلانولو پر مهال وویل: «په وروستیو وختونو کې د ښځو پر وړاندې جنایتونه د ډیریدو په حال کې دي او د دغو جنایتونو ترسره کوونکو ته باید سختې سزاوې واورول شي.» کنا ټینګار وکړ: «په دې اړه نور ځغم نه شي کیدای.»

لا تر اوسه پورې د پېښې د قرباني نجلۍ او د محکوم شویو کسانو کورنیو د محکمې د پریکړې په اړه خپل غبرګونونه نه دي څرګند کړي. تر دې مخکې پر دغو څلور تنو باندې د قتل، جنسي تیري، غیرطبعي ځورونې، د ثبوتونو د له منځه وړلو او د یوې بې وزلې نجلې د وژلو تورونه لګول شوي ول.

د هندوستان د قضايي قانون له مخې یوازې د «ډیرو سختو جرمونو» په صورت کې یوه وګړي ته د اعدام سزا ورکول کیدای شي. د تیر کال په نومبر میاشت کې د ممبیې د ۲۰۰۸ کال د ترهګرو بریدونو په تړاو یوه نیول شوي وګړي محمد اجمل قصاب، ته هم د اعدام سزا ورکړل شوې وه. تر قصاب وروسته په هندوستان کې د ۲۰۰۱ کال د ترهګرو بریدونو مسوول افضل ګورو، هم ځړول شوی وو.

د تیر کال په دسمبر میاشت کې شپږ تنو یوه نجلۍ او د هغې ملګری په یوه بس موټر کې سپاره کړل. دغه دوه ځوانان له یوې سیمه ییزې سینما څخه د خپل کور په لور روان ول. کله چې هغوی په موټر کې سپاره شول نو تیري کوونکو پر نجلۍ باندې ډله ییز جنسي تیری وکړ او د هغې ملګری یې سخت وواهه. جنسي تیري کوونکو بیا وروسته دغه دواړه د سړک پر غاړه له موټر څخه بهر وغورځول.

د دې پېښې ۲۳ کلنه قربانۍ تر جنسي تیري وروسته سینګاپور ته د درملنې له پاره واستول شوه، خو بیا دوه اوونۍ وروسته یې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.

چارواکو د دغې پېښې په تړاو شبږ کسان نیولي ول. تیره میاشت د دغو شپږو کسانو له ډلې څخه یو یې د جنسي تیري او قتل په جرمونو محکوم شو او د قانوني سن د نه پوره کولو له کبله ورته د درو کلونو بند سزا واورول شوه. په پېښه کې ښکیل یو بل کس هم په زندان کې خپل ځان زړولي وو.

په هندوستان کې پر دغې نجلۍ باندې تر ډله ییز جنسي تیري وروسته، د ټول هیواد په کچه د ښځو په ملاتړ پراخه مظاهرې وشوې. ډیر شمیر هندیانو تر دې مخکې د دغو کسانو د اعدامیدو غوښتنې کړې وې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب