1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي افریقا: د نیول شوو کان کیندونکو څڅه ۴۷ تنه آزاد کړای شوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/1635G

په جنوبي افریقا کې پر ۲۷۰ تنو کان کیندونکو باندې د یوې مظاهرې په ترڅ کې د خپلو وژل شوو ملگرو د وژل کیدو تور بیرته اخیستل شوی دئ او د هغوی له ډلې څخه یو شمیر کسان بیرته آزاد کړای شوي دي. دغه پیښه تیره میاشت رامنځ ته شوې وه او د یو لاریون په ترڅ کې د پولیسو په ډزو ۳۴ تنه کان کیندونکي وژل شوي وو.

تیره ورځ د نیول شوو کسانو څخه ۴۷ تنه آزاد کړای شوي دي. څارنوالو تر دې وړاندې پریکړه کړې وه چې د ماریکانا کان ته څیرمه په نیول شوو ۲۷۰ تنو باندې د خپلو ۳۴ ملگرو د وژلو تور پورې کړي. د جنوبي افریقا دولت اوس د کان له مالکانو او د کارگرو تر منځ منځگړتوب کوي تر څو د حل یوه لاره پیدا کړي.