1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنوبي کوريا او له «سرې کرښې» څخه وېره

۱۳۹۶ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د امريکا او شمالي کوريا تر منځ لفظي شخړې په يوه بل هېواد کې اندېښنې راپارولي، يعنې جنوبي کوريا. ولسمشر مون نه غواړي چې واشنګټن دې په خپل سر عمل وکړي. داسې ويل کيږي چې سپينې ماڼۍ د دې ژمنه هم ورسره کړې ده.

https://p.dw.com/p/2iNk7
Nordkorea Südkorea demilitarisierte Zone | Grenzzaun
انځور: Getty Images/C. Sung-Jun

له شمالي کوريا سره د ترينګلې شوې لانجې په رڼا کې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين، دغه هېواد ته خبرداری ورکړی دی چې له «سرې کرښې» دې نه اوړي. که شمالي کوريا له دې مخې د بين القاروي توغنديو د جوړولو بهير بشپړ کاندي، او هغه په اتومي سرګلولو سمبال هم کړي، نو دا به له سرحده اوښتل وي. دغه خبره مون په پلازمېنه سول کې وکړه.

د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، په دې وروستيو کې شمالي کوريا ته د «اور او غوسې» کارولو ګواښ کړی وو او په دې سره یې د دواړو هېوادونو تر منځ د اتومي تسليحاتي سيالۍ له کبله موجوده اندېښنې لا زياتې کړې. شمالي کوريا په خپل وار ګواښ وکړ چې په آرام سمندر کې ګُوام نومي امريکايي ټاپو ته به توغندي وروتوغوي.

Südkorea PK Moon Jae-in
د جنوبي کوریا ولسمشر، مون جای اينانځور: Reuters/Jung Yeon-Je

آيا ترمپ به ملاتړ وغواړي؟

متحده آيالاتو د جنوبي کوريا د ولسمشر په حواله ژمنه کړې ده چې د شمالي کوريا پر ضد له اقدام مخکې به په سول کې د حکومت رايه هم وغواړي. مون د ژورناليستانو په حضور کې وويل چې د متحده آيالاتو ولسمشر دغه ژمنه ورسره کړې ده. له څو ورځو ترينګلتيا وروسته د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، په پای کې د آرام پاته کېدو سيګنال يا نخښه ورکړې وه: او ویلې یې وو چې غواړي د توغنديو د توغولو په هکله پرېکړه وځنډوي. ترمپ له دې وروسته کيم په دې وستايه چې «ډېره ځيرکه» فيصله يې کړې ده.

شمالي کوريا ته د استازي استول؟

د جنوبي کوريا ولسمشر په دې هکله وويل چې که د پيونګ يانګ مشرتابه خپلې جنجالي اتومي تګلارې ته دوام ورکړي، نو د زياتو بنديزونو ګواښ ورته متوجه دی چې دغه غريب مملکت يې ښايي ونه شي زغملی. مون ښايي وغواړي يو استازی شمالي کوريا ته ولېږي، خو که شرايط ورته برابر وي. د شلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې د کوريا د جګړې راهيسې شمالي کوريا او د امريکا متحده آيالات په رسمي توګه د جګړې په حال کې سره قرار لري. هغوی د سولې تړون نه، بلکې يوازې اوربند لاسليک کړی دی.

بېنن څه وايي؟

په دې ترڅ کې د ترمپ ناندرييز ښي پلوي محافظه پال مشاور ستيف بېنن، د شمالي کوريا په تړاو له ترمپ څخه مخالفه خبره کړې ده. بېنن د «امېريکن پروسپکت» ويبسايټ په نقل قول ويلي دي چې له پيونګ يانګ سره د اتومي لانجې له پاره کوم «نظامي حل» نه شته. دغه سلاکار نوموړې ليبرالې آنلاين رسنۍ ته ويلي دي چې له شمالي کوريا سره مخامخېدنه له اصلي کړکېچ څخه پام اړول دي. د ده په خبره اصلي لانجه له چين سره تجارتي کړکېچ دی. «امېريکن پروسپکت» د بېنن نقل قول داسې راوړی دی: «له چين سره اقتصادي جګړه اصلي ننګونه ده چې موږ بايد ورباندې ډېر تمرکز وکړو.»