1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جنگي الوتکو د سوریې حلب او ادلیب ښارونه بمبار کړي

۱۳۹۵ مرداد ۲۵, دوشنبه

د سوریې او روسیې جنگي جېټ الوتکو د سوریې په شمال کې بمباري کړې چې په پایله کې یې د ملکي کسانو مرگ ژوبله رپوټ شوې. زیاتره مرگ ژوبله د حلب په ښار کې رامنځ ته شوې چې یاغیانو په کې د نوو تعرضونو د تر سره کولو اعلان کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JiK6
Syrien Luftangriff auf Idlib Geburtsklinik zerstört
انځور: picture alliance/AP Photo/Save The Children

تیره شپه د سوریې د حلب ښار په لویدیځ او سویلي ولسوالیو کې د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ د سختو نښتونو رپوټونه ورکړل شوي دي. همداشان د رپوټونو له مخې د ادلیب ولایت چې د یاغیانو تر کنترول لاندې دې بمبار شوې دی.

د بشري حقونو د څار سوریایي لندن میشته سازمان ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د ۲۶ هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي. د نوموړي سازمان د رپوټ له مخې په همدغه ورځ د سوریې د اپوزیسیون ۱۵ یاغیان هغه وخت ووژل شول چې د جنگیالیو پر لیږدونکي سروس موټر باندې ځانمرگی برید وشو.

ادلیب د اپوزیسیون د پاڅون کوونکو د اتحاد پوخ سنگر گڼل کیږي، چیرې چې هغوی د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د وفاداره ځواکونو پر ضد جنگیږي.

خبري آژانسونو د لندن مېشته بشري حقونو د څار سوریایي سازمان له قوله په خپل رپوټ کې وړاندې ویلي دي چې ۴۵ ملکیان په حلب ښار کې د بریدونو په پایله کې وژل شوي دي. ویل شوي دي چې دغه کسان د حلب په گاونډ کې د زهرا له سیمې چې د حکومت له لوري کنترولیده هغه وخت راغلل چې د یاغیانو یوې ډلې د دغې سیمې د «آزادولو» له پاره د نویو تعرضونو د پیلولو ادعا وکړه.

وېشل شوی ښار

حلب چې یو وخت د سوریې اقتصادي مرکز گڼل کیده د سوریې د حکومتي ځواکونو او د اپوزیسیون د یاغیانو تر منځ د جگړې پر ډگر اوښتی دی. د سوریې حکومتي ځواکونه د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دي. د دغه ښار په لویدیځه څنډه کې حکومتي ځواکونه پراته دي او په ختیځه برخه کې یاغیان. خو په عین وخت کې په دغه ښار کې شا او خوا دوه میلیونه خلک اوسیږي، چې زیاتره یې د حکومت تر کنترول لاندې ولسوالیو کې ژوند کوي.

په حلپ ښار کې ۴۵ ملکیان وژل شوي.
انځور: Reuters/A. Ismail

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د مشر رامي عبدالرحمان، په وینا حکومت د جولای میاشتې له وروستیو څخه پر حلب باندې هوایي بریدونه ډیر کړې دي. د هغه په خبره په دغو بریدونو کې زیاتوالی هغه وخت راغلی چې د حلب په گاونډ کې د یاغیانو له لوري د کنترلیدونکي سیمې د کلابندۍ د ختمولو له پاره یې عملیات پر لاره واچول.

رامي عبدالرحمان د یکشنبې په ورځ وویل چې په تیرو دوو اوونیو کې هوایي بریدونو ۱۶۲ ملکي وگړي وژلي دي او د جگړو په ترڅ کې ۳۲۷ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جگړې د لمن پراخیدو د نړیوالې ټولنې انديښنې راپارولي دي او ملگري ملتونه او نړیوال مشران د ۴۸ ساعتونو له پاره د یوه اوربند غوښتنه کوي، څو هغو ښارونو ته بشري مرستې ورسیږي چې ملکي وگړي پکښې ژوند کوي.

د ځايي همغږۍ کمېټې چې د فعالانو شبکه ده، د رپوټ له مخې روسي جېټ الوتکو د ادلیب ولایت په جسر الشغور او بنېش سیمو کې هم بمباري کړې ده. همداشان په ختیځ کې کردي ملیشو له افراطي ډلې «اسلامي دولت» یا داعش څخه د ستراتیژیکه لحاظه مهم ښار منبج، تر نیولو وروسته د خپلې بریا د پراخولو په هڅه کې دي. دغې ملیشې د امریکا متحدو ایالاتو ملاتړ له ځانه سره لري.

د رپوټونو له مخې په سوریه کې د بشارالاسد پر ضد په ۲۰۱۱م کال کې له پاڅون راهیسې تر اوسه په جگړه تر ۲۸۰ زرو زیات انسانان وژل شوي دي.