1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

»جنگ دې نه وي، ناټو دې نه وي. اتومي وسلې د منځه يوسئ. د افغانستان جگړه بس کئ.«

۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

د ډولچيانو په بدرگه د اوسترن يا ايستر لاريون د دوشنبې په ورځ مازديگر دورتموند ته راورسېد. د سولې د غورځنگ د سلگونو پلويانو په وړاندې حتی يوهء صاحب منصب وينا وکړه.

https://p.dw.com/p/HW7y
د لاريون يوه برخهانځور: picture-alliance/ dpa

يوه رنگينه مېله جوړه شوه چې موزيک په کې وغږول شو او خبرې په کې وشوې.

ډگرمن يورگن روزهء دوه کاله پخوا په بريالۍ توگه د دې انکار وکړ چې په افغانستان کې د آلمان پوځ په کشفي عملياتو کې برخه واخلي. د هغهء په وينا دغه ماموريت د ولسونو تر منځ د حقوقو په ضد دی:

«د ولسونو د حقوقو په وړاندې داسې خپلسری چال چلند دا ښېي چې زموږ په هېواد کې په اصطلاح سياسي مخورو کسانو حقوقو ته درناوی او د حقوقو مراعاتول او همداراز ښه رويه او اخلاق د لاسه ورکړي دي.«

آلمان په شلو ښارونو کې د مظاهرو د لارې د سولې غورځنگ د 2009 کال د ايستر يا د عيسويانو د پاک اختر لاريونونه پاي ته رسولي دي. د جوړونکو په وينا د ايستر په ويک ايند او يا د اونۍ په پای کې په لسگونو زرو کسانو د آلمان په اويا ښارونو کې په ډول ډول پېښو کې گډون کړی دی. د گډون کونکو ټول ټال شمېر د تېر کال په پرتله لوړ و. د سږ کال په مظاهرو کې د امريکا د متحده آيالتونو د ولسمشر بارک اوباما د اتومي بې وسلې کولو غوښتنه يو مهم رول ولوباوه. يو سړی خپل نظر داسې بيانوي:

Ostermärsche in Deutschland
په آلمان کې 1960 ز کال راهيسې د ايستر لاريون جوړيږیانځور: AP

«څه چې ما ځوروي، هغه دا دي چې په يو وار د آلمان په پارلمان کې سياستمداران د سولې د غورځنگ څخه ملاتړ کوي او وايي چې اتومي وسلې دې لرې شي. هغوی خو دا کار د يو څو لسيزو راهيسې کولای شو. ډېر ژر بايد دغه وسلې د منځه يوړل شي. که اوباما رشتيا وايي، نو بايد اول دغه وسلې بېرته واخلي او له دې ځايه څخه يې لرې کړي.«

د سږ کال د ايستر يا پاک اختر په لاريونونو کې په دورتموند، فرانکفورت ام ماين، هامبورگ، کيمنيڅ او کاسل کې په زرگونو کسان کوڅو ته راوتلي وو. په فرانکفورت کې ليکوال هورست ايبرهارد ريشتر دې ته اشاره وکړه چې پخواني شوروي ولسمشر ميخايل گوربچف هم دوه ويشت کاله وړاندې د اتومي وسلو څخه د يوې پاکې نړۍ خبره کړې وه چې دغه ژمنه بايد تر 2000 م کاله پورې عملي شوې وای. بې د سولې د غورځنگ څخه، د مخورو سياستوالو پر ژمنو باندې ټينگار نه شي کېدی، چې دغه درس له پخوا څخه زده کولی شو.

په دغو دوديزو ايستر يا اوسترن مظاهرو کې د جوړونکو د مرکزي دفتر په وينا سږ کال ډېرو ځوانانو هم برخه واخيستله. دغه پېښې يوه اونۍ مخکې په شتراسبورگ کې د ناټو د سرمشريزې په وړاندې د لاريونونو په تداوم سره جوړيږي.

د ايستر يا پاک اختر د مظاهرو غورځنگ په پنځوسمه کاليزه کې په لويه برتانيه کې رامنځته شوی دی. د هغه وخت راهيسې هر کال د عيسويانو د ايستر يا پاک اختر په وخت، خلک د سولې لاريونونه جوړوي. په آلمان کې لومړنی ايستر لاريون په 1960 ز کال کې جوړ شوی دی.

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک