1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جهاني بانک دبيوزلو هيوادو دراتلونکي په اړه انديښمن دی

۱۳۸۷ اسفند ۱۹, دوشنبه

دبين امللي اقتصادي وضع په اړه کومه پيشګويي چي سږکال ددغه بانک له خوا شوې، ويل کيږي چي ددوهمي نړيوالي جګړې څخه راپدېخوابه دلمړي ځل دپاره په نړۍ کي داقتصادي ودي سطح راټيټه سي ...

https://p.dw.com/p/H8ZI
دروان اقتصادي او مالي بحران له کبله به غريب هيوادونه نور هم د ډير فقر سره مخامخ سي
دروان اقتصادي او مالي بحران له کبله به غريب هيوادونه نور هم د ډير فقر سره مخامخ سيانځور: picture-alliance/dpa

په يوه رپوټ کي چي د جهاني بانک له خوا ديکشنبي په ورځ خپورسوی ،ددې اټکل کيږي چي دروان اقتصادي او مالي بحران په نتيجه کي به په 2009 ميلادي کال کي دنړۍ دسوداګري په کچه کي دومره کموالی راسي ،چي د80 کالو څخه راپدېخوايې ساري نوي ليدل سوی . ددغه بحرانه څخه به په خاص ډول دختيځي آسيا هيوادونه چي په تيرو کلونو کې يې داقتصادي ودي سطح ډيره لوړه وه ،زيات متاثر شي .

خوپه نړۍ کي دروان مالي او اقتصادي بحران له امله اصلي تاوانيان به پرمختيايي بيوزله هيوادونه وي .

دروان اقتصادي بحران دناوړو اغيزو سره دمبارزي دپاره پرمختيايي هيوادونه ډيرو زياتو مالي مرستو ته اړتيالري . دجهاني بانک داټکل له مخي يوازي په 2009 ميلادي کال کي به پر مختيايي هيوادونه د 700 مليارډو امريکايي ډالرو دکسر سره مخامخ سي .

جهاني بانک ددې خبرداری ورکوي چي دغه کسر يو ډير لوی کسر دی، چي بين امللي وجهي صندوق به هم ددغه کسر دپوره کولو توان ونلري ،او له همدي امله دجهاني بانک په يوه بل رپوټ کي ويل کيږي چي د 20 صنعتي او دصنعتي کيدلو په درشل کي هيوادو په کومه ستره غونډه کي چي داپريل دمياشتي په پيل کي په لندن کي جوړيږي ،بايد پر همدغه موضوع باندي خبري وسي . په تيره بيا هغه هيوادونه چي ددغه بحرا ن ددفع کولو دپاره خاصي منابع نلري ،نو دوی به لانور هم دفقر او بيوزلۍ منجلاب ته ورښکيل سي .

USA Weltbank Finanzkrise Robert Zoellick
دجهاني بانک رييس Robert Zoellickانځور: AP

دجهاني بانک مشر Robert Zoellick وايي چي دروان نړيوال مالي او اقتصادي بحران سره دمبارزې دپاره به بله لاره نه وي پاته،بيله دې چي په نړيواله سويه په ګډه اقدامات تر سره ،او که نه ددغه بحران په بهير کي به پرمختيايي هيوادونه ديوې بيساري اقتصادي فاجعي سره مخامخ سي . دداسي يوي فاجعي دمخنيوي دپاره بايده دي چي په پرمختيايي هيوادونو کي په ټولنيزو- امنيتي پروژو ، زير بنايي پروژو او سپکو صنايعو به برخه کي پانګي په کار واچول سي . بايد داسي پروژې رامنځته چي په پرمختيايي هيوادوکي خلکو ته کاروبار پيدا سي ،اويوازي دکار او مشغولتيا د لاري به په دغه هيوادونوکي داجتماعي -سياسي ناآراميو مخنيوی وشي .

دجهاني بانک په رپوټ کي داهم ويل کيږي چي دنړۍ دروان مالي او اقتصادۍ بحران په نتيجه کي دصنعتي کيدو په درشل کي هيوادونه هم سخت متاثر شوي دي .

دروان اقتصادي بحران له امله په نړۍ کي دتوليدسوو اموالو دپاره تقاضاوي ورځ په ورځ کميږي ، دصنعتي کيدو په درشل کي هيوادونه نسي کولاي چي لکه دپخوا په شان خپل توليدات نورو هيوادونو ته صادر کړي .

د بلي خوا کوم کارګر چي پخوا به يې په خارج کي کار کاوه، او خپلو هيوادونوته به يې پيسي ليږلې، نن ورځ دغه کارګر يا وزګاره شوي اويا دومره پيسي نلري چي خپلوهيوادوته يې واستوي . دتيلو او دنورو اومو موادو بيي هم را کښته سوي او له دې مدرکه هم تيل صادرونکو ، اوهم نورو هغو هيوادو ته چي اومه مواد لري، ډير تاوانونه رسيدلي دي .

دجهاني بانک داټکل له مخي ښايي داقتصادي بحران له امله داخيستل شوو پورونو موده هم نور اوږده نسي ، په داسي حال کي چي دصنعتي کيدو په درشل کي هيوادونو کي سږ کال دهغه پورونو اندازه چي مودې يي پوره شوي او بايدبيرته ورکول سي ، له دوو څخه تر دريو بليونو ډالرو پوري يې اټکل کيدای شي .