1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جهانګير اختر: پاکستانی پوځ به پاکستان وخوري

۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

جهانګير اختر چي د پاکستان انا هزارې هم ورته ويل کيږي د پنځو ورځو راهيسي يې د نه خوړلو په احتساب لاس پوري کړی دی. هغه په پاکستان کي د ادراي فساد پر ضد نوي قوانين او د پوځي لګښتونو د کمولو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/12a8y
راجه جهانگیر خان
راجه جهانگیر خانانځور: DW / Rahim

راجه جهانګير اختر 68 کلن دی او د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي د عکاسۍ يو دکان لري. نوموړي د دوشنبې (د سپتامبر 12 مه) د ورځي راهيسي د نه خوړلو په احتساب لاس پوري کړی دی. دی وايي چي تر مرګ تر ساعته به خپل احتساب مات نه کړي تر څو چي يې حکومت غوښتنې نه وي منلي. راجه جهانګير اختر وايي:

 « د حکومت څخه دوې غوښتنې لرم. لومړۍ غوښتنه مي دا ده چي د هيواد پارلمان دي د اداري فساد پر ضد يوه قانوني مسوده وړاندي کړي او په يوه ږغ دي يې تصويب کړي. که نه نو خپل د نه خوړلو احتساب ته به دوام ورکړم.»

 جهانګير اختر زياتوي چي د اداري فساد له کبله د پاکستان او پاکستانيانو د راتلونکي په هکله سخت اندېښمن دی او تر کومه وخته چي په پاکستان کي د اداري فساد لپاره مؤثره قوانين نه وي جوړ کړل سوي او عملي کړل سوي تر هغه وخته به د نوموړي په وينا پاکستان د يو بحران وروسته د بل بحران سره مخامخ وي.

 عادل ګېلاني د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل د پاکستان د څانګې رييس دی. هغه وايي چي په پاکستان کي اداري فساد اوج ته رسېدلی دی. ګېلاني زياتوي چي په اسلام آباد کي د نه خوړلو په احتساب اخته جهانګير اختر نه پېژني خو د هغه اقدام د ستايلو وړ بولي. ګېلاني وايي چي یوازي د يوه کس د نه خوړلو احتساب کفايت نه کوي بلکه د دې تر څنګ بايد پراخ احتجاجونه هم تر سره سي.

د اختر د پلويانو شمېر زښت کم دی
د اختر د پلويانو شمېر زښت کم دیانځور: DW / Rahim

 جهانګير اختر د همدغه څخه سر ټکوي. هغه وايي چي خپل ټوله ژوند يې د خپلو دغو افکارو لپاره په فعاليت تېر کړی دی او له همدې کبله په څو څو واره د وخت د واکدارانو لخوا و زندان ته هم اچول سوی دی. خو په هغومره شمېر انسانان ندي ورسره ملګري سوي لکه چي اړتيا يې سته.

 جهانګير اختر وايي چي د پلويانو شمېر يې کم دی. دی وايي چي د دې يوه وجه دا ده چي په پاکستان کي د نه خوړلو احتساب ډېر رواج نه لري او بل دا چي دی يو کوچنی فعال دی او دا چي د هيواد په توګه خو څه چي د بل ښار خلک يې لا نه پېژني. دی زياتوي چي پدغه هيواد کي د سمدلاسه بدلون نه راتلو په ترځ کي د خپلو ماشومانو سباؤن تاريک ويني.

 د جهانګير اختر د نه خوړلو و احتساب ته د پاکستان په رسنيو کي تقريبا هيڅ اهميت او ځای ندی ورکول سوی. هغه پداسي حال کي چي د جهانګير اختر غوښتنې د پاکستان د زياتو خلکو د غوښتنو سره ورته دي. د پاکستان يو ژورنالست او د درو ورځپاڼو مسؤل چلوؤنکی محمد اسلم وايي چي د جهانګير اختر نوم د لومړي ځل لپاره اوري:

 « زه د ردو ورځپاڼو مسؤل چلوؤنکی يم او د خپل کسب له کبله همېشه د خبرونو سره سر وکار لرم. خو د جهانګير اختر په نوم هيڅ کوم کس نه پېژنم او نه هم په پاکستانۍ رسنيو کي ورته ځای ورکول سوی دی. خو د هغه غوښتنې او فعاليت د ملاتړ وړ دی.»

 کله چي د المان ږغ راډیو د پاکستان د يوه نامتو ژورنالست سره تماس ونيوی او ورڅخه وې پوښتل چي و جهانګير اختر او د هغه مبارزې ته د پاکستان په رسنيو کی ولي ځای ندی ورکول سوی نو هغه د نوم نه ښودلو په شرط وويل:

 « د پاکستان د حکومتي رسنيو تر څنګ زياتره خصوصي رسنۍ هم د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ تر تاثير لاندي دي. د جهانګير اختر دويمه غوښتنه ښايي د دې سبب ګرځېدلې وي چي په پاکستاني رسنيو کي د هغه د مبارزې او احتساب په هکله د پټي خولې پاليسي خپله سوې ده.»

 د جهانګير اختر دويمه غوښتنه هغه د المان ږغ راډيو ته داسي بيان کړه:

 « د پاکستان پوځ چي د نړۍ شپږم ستر پوځ دی، بايد خپل خرڅونه او تعداد کم کړي ولي چي د بهر څخه پاکستان د هيڅ ګواښ سره مخامخ ندی. د پاکستان پوځ او د هغه لويو مصارفو دغه شاته پاته هيواد د ګواښ سره مخامخ کړی دی. د پاکستان د بشپړه بوديجې 40 فيصده برخه پر دفاعي چارو لګول کيږي چي و تعلم و تربيې، صحت او بنسټيزه جوړښتونو ته پيسې نه پاته کيږي چي له امله يې په هيواد کي يو ډول ګډوډی رامنځ ته سوی دی. پاکستانی به د پاکستان د ژغورنې پر ځای يو وخت پاکستان وخوري.»

 

اختر ته پاکستانيو رسنيو ځای نه دی ورکړی
اختر ته پاکستانيو رسنيو ځای نه دی ورکړیانځور: DW / Rahim

په احتساب بوخت جهانګير اختر زياتوي چي د پاکستان څخه بايد يو اجتماعي هيواد جوړ سي چي په اقتصادي توګه د لوېدلو خپلو وګړو سره کومک وکړي.

 د ګوتو په شمېر هغه يو څو کسان چي د پاکستان دننه جهانګير اختر پېژني هغه اختر ته د پاکستان انا هزارې وايي. پخپله اختر هم وايي چي د هندوستان د انا هزارې څخه يې د احتجاج دغه لاره زده کړې ده.

 کله چي ډويچه وېله د نه خوړولو د احتساب په پنځمه ورځ (د سپتامبر 16 مه) د جهانګير اختر سره رابطه وکړه نو د هغه ږغ ډېر ضعيفه ؤ. هغه وويل چي تر اوسه يې لا د پلويانو شمېر ندی زيات سوی او نه هم د حکومت لخوا ورسره تماس نيول سوی دی. هغه يو ځل بيا خپل هوډ ټينګ کړی چي تر مرګ تر ساعته به خپل د نه خوړلو احتساب ته دوام ورکړي.

 احمدولي اڅکزی

کتونکی: سيد رياض