1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوبايدن د کرزي مېړانه و ستايله

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

د امريکا مرستيال ولسمشر په کابل کي د کرزي سره يو ځای په يوه معلوماتي غونډه کي د ولسمشر کرزي څخه مننه کړې چي افغانستان يې تر دې ځای رسولی.

https://p.dw.com/p/QpxY
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدن
د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدنانځور: AP

د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدن وايي له افغانستان سره يې د حکومت مرستي اوږد مهاله دي خو تمه لري چي د افغانستان پوځي د ستګاه په دي وتوانيږي چي د خپل ملک مسوليتونو ته په يوازي سره اوږه ورکړي.

جوبايدن دغه څرګندوني له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د يوې ګډي خبري غونډي پرمهال وکړې.

بايډن په داسي محال افغانستان ته سفر کړي چي پتېيل سوي، نوموړي به له بهرنيو ځواکونو افغان حکومت ته د امنيتي مسوليتونو د ليږد پروسه له نږدي وڅاري.

د امريکا مرستيال ولسمشر له حامد کرزي سره د خبرو پر مهال وويل چي دی د اوباما له هغه پيغام سره کابل ته راغلی چي له افغانستان څخه د امريکا د اوږد مهالو مرستو ژمنه پکښي سوې او له نږدې څخه ددغه هيواد دحالاتو څار وکړي.

جوبايدن له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو د نيټې څخه تقريبا شپږ مياشتي دمخه کابل ته تللی او د طالبانو د واکمنۍ له پرزيدو وروسته سوي پرمختګونه يي وستايل.

هغه وويل چي د افغانستان وسله والو ځواکونه د واشنګټن کلک ملاتړ له ځان سره لري کوم چي حالاتو ته په کتو سره د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی تشه ډکوي.

« د يوه با ثباته او حاکميت درلودونکي افغانستان هيله لرو، کوم چي ترهګرو ته پکښي ځای نه وي، موږ به د افغان ځواکونو د روزلو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلو او هيله لرو چي افغان پوځي دستګاه يو ورځ د خپل ملک مسوليتونو ته په يوازي سر اوږه ورکړي».

د طالبانو د واکمنۍ د ړنګيدو شاوخوا يوه لسيزه تيريږي خو لا هم د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد د هغوی بغاوت ندی مات سوی.

خو بايدن وايي چي په کندهار او هلمند کي وروستيوعملياتو ته په کتو سره د دوی سرتيرو طالبان پر شا کړي او د هغوی خوځښتونه يي مات کړي دي.

« زموږ سرتيرو طالبان پر شا تمبولي، په جنوب کي ډير پرمختګونه سوي خو دا سي نده چي دغه پرمختګونه ماتيدونکي ندي، موږ به له طالبانو تشي سوي سيمي تر خپل ډير ملاتړ لاندي ونيسو».

په دغه خبري غونډه کي که څه هم د خبريالانو پوښتونو ته ځوابونه و نه ويل سول خو ولسمشر کرزي وويل چي د امريکا له مرستيال ولسمشر سره ده او د هغه د کابيني غړو او مرستيالانو په تفصيل خبري کړي دي.

« موږ د امريکا او افغانسان پر اړيکو، د سيمي پر حالاتو،د انتقال پر پروسي، د افغانستان په چمتو والي او په دي چي دغه پروسه څنګه ښه عملي کيدای سي خبري وکړي، خبري مو په تفصيل وي، زما د خوښۍ وړ وي».

د يادولو وړ ده چي د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايدن د افغان جمهوري ريس له ميړاني چي د هغه په وينا افغانستان يي له سختو ورځو دغه حالت ته رارسولی مننه وکړه.

جوبايډن په دغه خبري غونډه کي د افغان دولت له هغو هڅو هم د واشنګټن ملاتړ څرګند کړ چي له ناراضي طالبانو سره د سولي لپاره پيل سوي دي خو شرط يي دا وو چي له القاعدي تړاو طالبانو سره خبري ناشوني دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل