1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوبايدن: په افغانستان کي د پرمختگ په هکله قضاوت کول ډير وختي دی

۱۳۸۹ تیر ۲۸, دوشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جوبايدن په يوه مرکه کي ويلي دي چي په افغانستان کي لا وخت په کار دی چي سړي يې د پرمختگ په اړه قضاوت وکړي.

https://p.dw.com/p/OOi6
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما او د هغه مرستيال جوبايدن
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما او د هغه مرستيال جوبايدنانځور: AP

د متحده ايالاتو مرستيال جمهوررييس، جو بايدن د امريکايي تلويزوني شبکې، ABC سره په مرکه کي ويلي دي چي د 2011 کال د جولای په مياشت کي د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو ضرب الاجل په حقيقت کي افغان امنيتي ځواکونو ته مسووليت سپارل دي.

هغه زياته کړې د نېټې ټاکل دا مانانه لري چي، سمدلاسه به امريکايي عسکر د افغاسنتان څخه په وتلو پيل کوي.

جو بايدن وويل،په دغه نېټه که چيري امريکايي سرتيري هم وزي، ښايي شمېر يې د 2000 څخه ډير نه يي.

بايدن د هغه پوښتني په جواب کي چي، آيا امريکاپه افغانستان کي جګړه بايللې ده. په جواب کي وويل:« تر اوسه لا ډير وختي دی چي په افغانستان کي دپرمختګ په هکله قضاوت وسي.»

هغه زياته کړې:« موږ حتي تر اوسه پوري ټول هغه سرتيري چي استولو ته چمتودي ،هلته نه دي رسېدلي.دا کار ښايي داګست دمياشتي تر پايه پروي وسي. او سر بير پر دي پوځ ويل دي چي د پرمختګ نښانه ښايي په ډسمبر کي وليدل سي.»

د متحده ايالاتو د جمهور رييس د مرستيال دغه مرکه يوه ورځ وروسته تر هغه خپريږي چي، په افغانستان کي د دو تنو امريکايي عسکرو په شمول د ناټو 5 سرتيري ووژل سول.

بايدن په خپله مرکه کي زياته کړې:«د بده مرغه، ټول پوهيږي چي د دوبي په مياشتو کي، کله چي د پاکستان دپولو څخه ياغيان په مختلفو پلمو افغانستان ته تيريږي، د مرګ ژوبلوپه شمېرکي زياتوالی رامنځ ته کيږي.»

بايدن وويل چي، د مرګ ژوبلو د زياتوالي سره سره، متحده ايالاتو په سيمه کي د القاعدې پر ضد جګړه کي ډير زيات پرمختګ کړی دی. هغه وويل: « په حقيقت کي د دغي شبکې ټکول د متحده ايالاتو اصلي هدف ؤ او دی.»

هغه زياته کړه، هڅي رواني دي چي،ځيني طالبان د القاعدې له ليکو څخه وايستل سي.

هغه وويل: «موږ لا تراوسه باور لرو هغه پاليسي چي د پوځ د خواپلي کيږي،خپل لومړي نتايج ورکړي دي او د برياليتوب په لور روانه ده.»

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل