1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جوبايدن: کرزي دي را ميدان ته سي

۱۳۸۹ تیر ۱۵, سه‌شنبه

دامريکا د متحده ايالاتو مرستيال ولسمشر جوبايدن پر افغاني مشرانو غږ کړی دی چي، د روانو ستونزو په هوارۍ کي دي فعاله ونډه واخلي.

https://p.dw.com/p/OBSn
مرستيال ولسمشر جوبايدن په عراق کي غبرګه کړې چي ولسمشر اوباما سمه ستراتيژي غوره کړې ده
مرستيال ولسمشر جوبايدن په عراق کي غبرګه کړې چي ولسمشر اوباما سمه ستراتيژي غوره کړې دهانځور: AP

بايدن وويل:«تاسو بايد لوبي ته ورداخل سئ. موږ به تل دلته نه يو. داسي خو نه سي کېدای چي موږ ستاسو په نسبت ستاسو د خپل هېواد له امنيت سره ډيره لېوالتيا ولرو.»

تقريباً 9 کاله وروسته تر هغه چي د متحده ايالاتو په مشرۍ افغانستان ته نړيوال ځواکونه ورننوتل، په هغه هيواد کي روانه جگړه اوس يو حساس پړاو ته رسېدلې ده.

د اوباما پرهغي پريکړي باندي چي وايي، د 2011 کال د جولای په مياشت کي به د ځواکونو د ايستلو لړۍ پيل سي، د بېلابېلو اړخونو لخوا ورباندي نيوکي سوي دي.

خو مرستيال ولسمشر جوبايدن په عراق کي غبرګه کړې چي ولسمشر اوباما سمه ستراتيژي غوره کړې ده او هغه ولسمشر کرزي ته دا پيغام لېږي چي راميدان ته دي سي، اداري فساد دي ختم کړي او د ملي پوځ او پوليسو روزنه دي هم چټکه سي.

د جو بايدن څرګندوني چي وايي، «افغانان دي لوبي ته را داخل سي»، يوه ورځ وروسته تر هغه کيږي، چي جنرال ډيويډ پترايس په رسمي توګه د افغان جګړې مشري په غاړه واخيستله.

دا په داسي حال کي ده چي پخواني عمومي قوماندان سټنلي ميک کريسټل پر مرستيال ولسمشر جو بايدن او د اوباما د ادارې پر نورو جګپوړو چارواکو نيوکې کړي وې او ويلي يې وو چي هغوی د جګړې د ملکي او پوځي مشرانو تر منځ نفاق ته لمن وهي.

خو بايدن د دوشنبې په ورځ ټينګار وکړ چي اوباما او د هغه جنرالان په اتفاق سره په ګډه پر مخ ځي.

بايدن وويل:«د ولسمشر ستراتيژي د جنرال پېترايس ستراتيژي ده، د دفاع د وزارت ستراتيژي هم ده او يوه واحده ستراتيژي ده.»

ښايي د دې دپاره چي د پوځي او ملکي مشرانو تر منځ دغه اتفاق ښه څرګند سي، اوباما د دوشنبې په ورځ د پېترايس او په افغانستان کې د امريکې د سفير، کارل ايکنبېري سره وکتل.

ويل کيږي چي ايکنبېري په لومړي سر کي د امريکايي سرتېرو د ډېرښت سره مخالفت ښکاره کړی و.

تېر ډسمبر اوباما اعلان وکړ چې دېرش زره اضافي سرتېري به افغانستان ته لېږي تر څو نړيوال ځواکونه د پاڅېدونکو طالبانو په وړاندي په جګړه کي برلاسي سي.

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل