1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جولي په افغانستان کي خپل ښوونځی پرانيست

نسيم صابر (AFP)۱۳۹۲ فروردین ۲۵, یکشنبه

د هالیود مشهورې فلمي ستوري انجلينا جولي کابل ته څیرمه په يوه ويران کلي کې یو ښوونځی جوړ کړی د. دغه ښوونځی کابل ته نژدې د افغان کوچنيانو له پاره جوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/18FbI
NUR FÜR REDAKTIONELLE ZWECKE VERWENDEN!!! In this image released by the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), Goodwill Ambassador Angelina Jolie presents education materials to local Headteacher, Gul Rahman, left, and young schoolgirls in Qala Gudar village, Qarabagh District, outside Kabul, Afghanistan, on Tuesday, March 1, 2011, where she will fund a new girls primary school. (AP Photo/UNHCR, Jason Tanner) NO SALES, FOR EDITORIAL USE ONLY. MANDATORY CREDIT: UNHCR/Jason Tanner
Afghanistan Kabul Angelina Jolieانځور: UNHCR/Jason Tanner

انجلينا جولي کابل ته څرمه په يوه ويران کلي کې، د يوې مرستندويې په توګه راڅرګنديږي؛ نه د نړۍ د يوې ډېري مشهوري فلمي ستوري په صفت. جولي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ځانګړې استازې ده، چې پروسږ کال يې کابل ته نژدې په «کلای ګودر» کې يو ښوونځی جوړ کړ.

د هاليود سينما دغه ستورې په ۲۰۱۱ کال دغي کلي ته ولاړل، او هلته ئې د کلي په اوسېدونکو کي ډېر هواداران پيدا شول. سره له دې چې هيچا د هغې کوم فلم نه دی ليدلی او ډېری خلک په دې نه پوهيږي چې دا څومره يوه مشهوره فلمي لوبغاړې ده.

په افغانستان کي دغه شان کارونه کيدای شي ستونزمن تمام شي. په دغه هيواد کي ډيری خلک دغه ډول فلمي ستورو ته په ښه سترگه نه گوري او وايي چي فلي کارکوونکي غير اسلامي کارونه کوي.

د هاليود سينما دغي ستوري په سوريه کي هم دغه شان مرستي پيل کړي دي.
د هاليود سينما دغي ستوري په سوريه کي هم دغه شان مرستي پيل کړي دي.انځور: Getty Images

۱۳ کلنه حميرا د دغه ښوونځي یوه له ۲۵۰ تنو زده کوونکو څخه يوه ده چي په دغه ښوونځی کي سبق وايي. دغه ښوونځی يوه مياشت دمخه د نوي تعليمي کال په پيلېدو سره پرانستل شو. حميرا وايي: «موږ به د مسجد په انګړ کې سبق وايه. هغه ډېر سخت وخت وو. اوس موږ ډېر خوښ يو چې ښوونځی لرو. هغه يو ډېر ښايسته ځای دی.»

کله چې له حميرا څخه پوښتنه وشوه چې چا دغه ښوونځی ودان کړ، نو دې په موسکا سره وويل، «هغي ښکلي امريکايي ښځي.»

دغه دوه پوړيزه ودانۍ چې د کابل په شمال ۳۰ کيلومترۍ کي پرته ده، لويې کړکۍ لري چې اوږده مېزونه پکې ځای پر ځای شوي دي. ودانۍ آسماني رنګ لري، چې د بنسټ ايښودونکې يوه لوحه هم ورباندې راغلې ده.

پر دغه لوحه باندي ليکل شوي دي: «د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ځانګړي استازي، انجلينا جولي په سخاوتمندانه مرسته.»

آن د ښوونځی سرښوونکی، ګل رحمان اياز خبر نه وو، چې جولي يوه ډېره مشهوره فلمي اداکاره ده. هغه داسي فکر کاوه چې دا به د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې چارواکې وي. اياز وويل چې هغه «يوه ډېره مهربانه ښځه ده. هغه ډېره خاکساره ده او راسره پر ځمکه باندي کښېناستله. هغې د فلمي ستوري خويونه نه درلودل.»

صابرې، چې د ښوونځی يوازنۍ ښځينه ښوونکې ده، داسي تصور درلود چې جولي به د بيا رغاونې يوه کارپوهه وي چې افغانستان ته د ښوونځيو د ودانولو په موخه استول شوې وه.

دېرش کلنه صابره، وايي «ما فکر کاوه چې دا انجينره ده. ما هيڅکله د هغې فلمونه نه دي ليدلي، خو زه هيله لرم چې هغه به بيا هم افغانستان ته راشي.»