1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن ایران ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ

مسعود جهس (AP, dpa, AFP)۱۳۹۱ بهمن ۱۴, شنبه

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن، د مونشن په امنیتي کنفرانس کې وویل چې ایران اوس هم د دې چانس لري چې له امریکا سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرې وکړي. خو هغه ټینګار وکړ چې د دې کار له پاره ځیني شرطونه موجود دي.

https://p.dw.com/p/17X3J
انځور: picture-alliance/dpa

اوس جو بایدن په آلمان کې دی. هغه دې هیواد ته د مونشن په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون په موخه راغلی دی. دا د ولسمشر اوباما د دویمې دورې تر رسمي پیل وروسته، د بایدن لومړنۍ بهرنی سفر دی.

بایدن د شنبې په ورځ د مونشن نړیوال امنیتي کنفرانس ته وویل چې اوس هم د دې امکان شته چې د ایران اتومي شخړه له دپلوماتیکو لارو حل شي. هغه زیاته کړه چې هر څه د ایران حکومت پورې مربوط دي. د بایدن په خبره ایران باید د خبرو اترو له پاره «ښه نیت» ښکاره کړي. د امریکا د ولسمشر مرستیال ایران ته په خطاب کې وویل: «خپل غیرې قانوني اتومي پروګرام ودروﺉ او له ترهګرو څخه خپل ملاتړ ته د پای ټکی کیږدﺉ. تر دې وروسته به [د خبرو اترو له پاره] یوه معنی لرونکې انګیزه رامنځ ته شي.»

بایدن وویل چې واشنګټن دې ته چمتو دی چې له ایران سره دوه اړخیزه خبرې اترې وکړې، خو هغه دا خبره روښانه کړه چې دغه خبرې اترې به پرته له کوم قید او شرط څخه تر سره نه شي.

بایدن په داسې حال کې له ایران سره د مسقیمو خبرو اترو په اړه غږیږي چې تر دې یوازې څو اوونۍ مخکې ایران اعلان کړی وو چې د یورانیمو د غني کولو کچه به لا پسې لوړه کړي.

په لوړه کچه غني شوي یورانیم د اتومي وسلو په جوړولو کې کاریدای شي. امریکا او اروپایي ټولنه پر ایران باندې تور لګوي چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړي، خو ایران تل دغه تورونه ردوي او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییز هدفونه لري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، هم پر ایران باندې غږ وکړ چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او له امریکا سره د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرې اترې وکړي. ویسترویله ټینګار وکړ چې ایران باید نور وخت تلف نه کړي. هغه وویل: «زموږ له نظره د دې خبرې اعلانول چې [ایران غواړې] د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړي، [د خبرو اترو د پیلیدو په برخه کې] یو ښه پیغام نه استوي.»

په همدې حال کې بایدن په خپلو خبرو کې د امریکا متحده ایالاتو او اروپا تر منځ د نزدې ملګرتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغې ملګرتیا د لا پیاوړي کیدو له پاره باید زیات کار وشي.

جو بایدن همداراز د سوریې د کړکیچ په اړه خبرې وکړې او ویویل چې ولسمشر بشارالاسد نور نه شي کولای چې د دغه هیواد د مشر په توګه پاتې شي. د مونشن په کنفرانس کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، هم ګډون کړی دی. روسیه د اسد د رژیم له نزدې ملاتړ کوونکو څخه بلل کیږي چې تر اوسه پورې یې څو وارې له چین سره یوځای د امنیت په شورا کې د سوریې پر ضد د اعلامیو او بندیزونو مخه نیولې ده.