1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي شل:په راتلونکي کي به مالي بازارونه تر قانوني څارني لاندي وي

۱۳۸۸ فروردین ۱۴, جمعه

په لندن کي د جي شل صنعتي او د صنعتي کيدو په درشل کي د هيوادونو سلا مشورې په ټيټه کچه روغه جوړه نه وه. بلکي دوي په دې وړاندي ګام اخيستی چي، د نړۍ بازارونوته ثبات و بښي...

https://p.dw.com/p/HPQu
د جي شل هيوادونو مشران په لندن کي د انګلستان د ملکې سره
د جي شل هيوادونو مشران په لندن کي د انګلستان د ملکې سرهانځور: AP

دې هدف ته رسيدو دوه لاملونه درلودل. يوداچي نړيوال مالي بحران اوپه نړۍ کي اقتصادي پر شاتګ دجي 20 هيوادونو مشرانوته د فيصلې دنه کولو اوتللو اجازه نه ورکوله، بل داچي د المان لمړۍ وزيري انګيلا مرکل، او د فرانسي جمهورريس نيکولا سرکوزي دمالي ساحي د زياتره تنظيمولو اوقواعدو لاندي راوستلو په برخه کي ټينګار وکړ. اوخپله خبره يي په نورو منله. دوي په دې برخه کي ددې له پاره هم بريالي شوي دي چي،ددوی دې خبري د امريکا دمتحده ايالاتو د جمهورريیس بارک اوباما له تصميمونو سره هم سمون درلوده، اوباما په لندن کي داقتصاد دلاپر حرکت راوستلو او راويښولواو د اقتصادي نوساناتود لوړولو په برخه کي نورڅه ندي ويلي. بلکي د امريکا متحده ايالتونه د اروپايانو ډيري هڅي او کوښښونه چي په دې لاره کي يي کوي مني.

دغونډي ګډون کونکو ددې بحران له عواملو سره پر مبارزې باندي ځانونه متمرکز کړل. داپه واضح ډول دمالي ساحي دبازار، اودولتي ناکاميواوپاته راتللو له امله منځته راغلي دي. هلته د څارونکو چارواکو لخوا دبيتفاوتۍنه ډکو قواعدو او د مبالغې نه ډکو معاملو د اجازه ورکول ددي بحران دمنځته راتلو سبب ګرځيدلي دي، چي بيايي ټوله نړۍ په اقتصادي کړ کيچ باندي اخته کړيد ه.

د دي ماجرا ځاي معلوم دی، ددې ناوړه حالت دمنځته راتلو عوامل د نيويارک د بهالرونکو اسنادو په بازار وال ستريت او په لندن کي پراته دي. هلته د اعتماد نه وړ مالي توليدات شوي، چي د بانکونو بيلانسونه يې لوړ کړي او د بانکدارانو عوايديې د رسوايي تر حده، لوړي سطحي ته رسولي دي. خودې هم ډيره ناوړه اغيزه په دې برخه کي درلوده چي، نورو بانکونو دا مالي توليدات تري اخيستي، او هغه يي په خلکو باندي خرڅ کړي اونوري معاملي يي پريکړيدي.

داچي څارونکو چارواکو دي معاملو ته کتلي اوهيڅ اقدام ي ندي کړي . نودبحران دراتلو په نتيجه کي به په راتلونکي کي ټول مالي بازارونه، ټول مالي توليدات، اوټول په بازارونوکي برخه اخيستونکي تر شديدي څارني لاندي ونيول شي.دوی داپريکړه هم کړې ده چي د اسعارو د نړيوال صندق پيسې به د لنډي مودې په ترڅ کي يو په دوه ډيري او د منځنۍ مودې په ترڅ کي به درې چنده کړای شي. ترڅو چي غړيو هيوادونوته د مالي خرابي وضعي په صورت کي بهتره مرسته وکولای شي.

احتکاري دبهالرونکو اسنادو صندقونه به لکه د مالي چاروپه ساحو کي مشوره ورکونکو آژانسونوپه شان هم تردې قواعدو لاندي راوستل شي، همدغه ډول دهغو سيمو حوصله به هم نوره ونه شي چي، يا له پانګي څخه ډيره لږه ماليه اخلي ،اويايي هيڅ نه اخلي. دغه ډول دجي شل هيوادونه غواړي چي د هيوادونولخوا د خپلو توليداتو د حمايت له پاره دهيوادونولخوا د تدابيرو د نيولو د هڅو په وړاندي مقاومت ښکاره کړي. د جي20 هيوادونو ژمنه کړې ده چي دسيالۍ اورقابتي علتونو له کبله به دخپلو اسعارو ارزښت راښکته نه کړي. بالاخره پريکړه وشوه چي پرمختلو نکو هيوادونو ته، په دې بحران کي مرسته وشي او د هغه له پاره به د نړيوال بانک مالي امکانات بهتره کړای شي.

دميرکل اوسرکوزی حساب سم راوتلی دي، د بحران د شدت له امله دې ته موقع برابره وه چي د داسي وسايلو او عمل کولو پريکړه وشي چي د هغو په واسطه په راتلونکي کي د مالي بازارونو د ناوړه اعمالواومعاملو مخه ونيول شي . خوکه اقتصادي نوسانات بيرته لوړ شي نو د سمښتونو د راوستلو هڅي به هم لږي شي.

Agenturen/ اميري

کتونکی. زيارمل