1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي شل سرمشریزه د نړيوالو کړکیچونو تر سیوري لاندي

آژانسونه / ش. ن.۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبه

د چین په ختیځ «هانګژو» ښار کې د G20 یا د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو سرمشریزه په رسمي ډول پيل شوه. ټاکل شوې ده چې نړیواله سوداګري به د دغې غونډي محوري موضوع وي. خو د هیوادونو استازي په خپل ذهن کې نورې اندیښنې لري.

https://p.dw.com/p/1JvWH
China G20 Gipfel in Hangzhou - Aufstellung zum Gruppenbild
انځور: picture-alliance/dpa/B.v. Jutrczenka

د «G20» په نوم د صنعتي او نوو صنعتي هیوادونو غونډه د یکشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې۴) د چین په ختیځ «هانګژو» ښار کې د دغه هیواد د ولسمشر شي جین پینګ، له وینا سره په رسمي ډول پرانستل شو.

ټاکل شوی ده چې د « G20 ډلې» مشران به پر دې موضوع بحث او خبرې وکړي چې څنګه کیدای شي نړیوال اقتصاد په حرکت راوستل شي. د اروپایې اتحادیې په ګډون د نړۍ د ۱۹ صنعتي او نوو صنعتي هیوادونو حکومتي مشران په دغه غونډه کې ګډون لري.

چین په اوس وخت کې د نړۍ دویم لوي اقتصادي قدرت او د « G20 ډلې» د نورو هیوادونو مهم اقتصادي شریک دی. په دې وروستیو کلونو کې د چین بطي اقتصادي ودې، د نړۍ د اقتصادي بحران د زیاتیدو په هکله اندیښنې ډیرې کړي دي.

د چين اقتصادي وضعه

یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې چین د خپلې اقتصادي ودې په هکله په خپلو ارقامو کې لاسوهنه کوي او په واقعیت کې د چین اقتصادي وضعیت تر هغې ډیر خراب دی چې د پیکنګ حکومت یې په رسمي ډول اعلانوي.

خو سره له دې هم د چین ولسمشر د تیرې شنبې په ورځ خپل هیواد د نړۍ اقتصادي موټور وباله: «چین راتلونکي ته خوشبینه دی او کولی شي چې په متوسط یا لوړ سرعت سره وده وکړي او د نړۍ د پراختیا له پاره ډیر امکانات برابر کړي.». د چین ولسمشر ژمنه وکړه چې په خپل هیواد کې به اړین اقتصادي اصلاحات ترسره کړي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوی وه دا ډول اقتصادي مسائل به د G20غونډې د بحث اصلي موضوع وي، خو نړیوال بحرانونه د هغو له جملی څخه د سوریې کورنۍ جګړه او د اکراین په ختیځ نا اټکل شوی وضعیت د دغې غونډې د بحث په مرکز کې ځای نیولی. د پناه غوښتونکو په اړه له ترکیې سره د اروپایې اتحادیې تړون هم د غونډې په اجنډا کې ځای لري.

پر چین د امریکا نیوکه

یوه ورځ مخکې تر دې (شنبه) د چین او امریکا متحده ایالاتو ولسمشرانو د اقلیمي تغیراتو د مهارکولو اړوند د پاریس له نړیوال تړون سره د خپلو هیوادونو د یوځای کیدو مدارک په رسمي ډول د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ته وړاندی کړل. دوی نور هیوادونه هم دې ته وهڅول هر څومره ژر چې کیدای شي له دغه تړون سره یوځای شي، تر څو په روان کال کې د دغه تړون عملي کیدو ته زمینه مساعده شي.

په دې توګه په مجموع کې ۲۶ هیوادونه په رسمي ډول د پاریس اقلیمي تړون سره یوځای شوي دي. دغه هیوادونه د نړۍ په کچه د ګلخانه یې ګازونو ۳۹ سلنه برخه واردوي. د پاریس تاریخي تړون هغه وخت د اجرا وړ ګرځي چې د نړۍ ۵۵ هیوادونه چې د ګلخانه یې ګازونو ۵۵ فیصده برخه تولیدوي دغه تړون لاسلیک کړي.

د چین او امریکا دغه ګام د دغه تړون د اجرا په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه بلل کیږي. سره بیره پر دې د G20 په سرمشریزه کې تر اوسه پورې د چین او امریکا مخامخ کیدل له کړکیچونه خالي نه وه. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چین په سویلي سمندر کې د چین پر حضور نیوکه وکړه، خو چین بیا دغه تورونه رد کړل.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.09.2015):